افغانستان

سرچینې: طالبان د مالي ستونزو له امله له ټکسي موټرو څخه د درې میاشتو پیسې له وړاندې اخلي

عکس از آرشیف

سرچینې آمو ته وايي چې د هېواد په ډیری ښارونو کې، طالبان د مالي ستونزو له امله د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو، ټکسيانو او ریکشو څخه د درې میاشتو  پیسې له وړاندې راټولوي.

د سرچینو په وینا په ښارونو کې ریکشاوې او ټکسي چلوونکي اړ دي چې د فعالیت لپاره هره ورځ د طالبانو ترانسپورت چارواکو ته ۲۰ افغانۍ ورکړي، په ځینو ځایونو کې دا اندازه لوړه ده.

سرچینو زیاته کړې چې اوس طالبانو موټر چلوونکو ته امر کړی چې د درې میاشتو پیسې چې دوه زره افغانۍ کېږي مخکې له مخکې ورکړي.

سرچینې ټینګار کوي چې طالبانو د هېواد په یو شمېر ښارونو کې د بسپنې راټولولو دا کمپاین عملاً پیل کړی دی.

له بل لوري په هېواد کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دوی د کار او معیشت وضعیت خراب شوی خو طالبان هره ورځ په مختلفو نومونو له هغوی څخه پیسې اخلي و دې کار هغوی له سختیو سره مخ کړي دي.