د خوست څخه سرچینو آمو ته ویلي چې نامعلومو کسانو نن سهار (دوشنبه، د غویي ۲۹مه) په دې ولایت کې یو ریکشا چلوونکی وواژه.
د سرچینو په وینا؛ دا پېښه د سهار شاوخوا څلور بجې د خوست ولایت په مرکز کې رامنځته شوه.
سرچینو زیاته کړې چې د ریکشا چلوونکی لومړی په چړو وهل شوی او بیا یې سر له تنه جدا شوی.
د ریکشا چلوونکي هویت او د هغه د وژنې لامل لا هم روښانه نه دی.
په خوست کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دوی د عاملینو د نیولو هڅه کوي.