افغانستان

د اروپا بشر دوستانه فورم څلورمه ناسته د افغانستان پر مسئلې د تمرکز لپاره په بروکسل کې ترسره کېږي

اروپايي ټولنه به د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپا بشردوستانه فورم څلورمه ناسته ترسره کړي. دا دوه ورځنۍ ناسته به پالیسي جوړوونکي مرستندویه ادارې او نړیوال کارپوهان سره راټول کړي او موخه یې په نړۍ کې د مخ په زیاتېدونکو بشري اړتیاوو څېړل دي. افغانستان د دې ناستې یو له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی.

دا ناسته د اروپايي کمیسیون او د پولنډ حکومت له لوري (چې اوس مهال د اروپايي اتحادیې د شورا ریاست په غاړه لري) په ګډ کوربه توب په داسې حال کې تر سره کیږي چې د تنظیم کونکو په وینا، په ټوله نړۍ کې له ۳۰۵ میلیونو څخه ډیر خلک د شخړو، اقلیمي ناورینونو، اقتصادي بې ثباتۍ او د خوړو د خوندیتوب نشتوالي له امله بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري. چې دا په وروستیو کلونو کې یوه بې ساری شمېر دی.

د بحراني سیمو په منځ کې افغانستان د یو له خورا سخت بشري بحران سره مخ هېواد په توګه تر ځانګړې پاملرنې لاندې دی. په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان وکړ چې دا غونډه به «د افغانستان د کړکېچ ریښې وڅېړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو موندلو لپاره به سیمه ییزه همکاري پیاوړې کړي.»

په کابل کې د اروپايي ټولنې شارزدافیره ویرونیکا بوسکوویچ پوهار، ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملي او سیمه ییزو غبرګونونو د پېژندلو او پوښتنو په اړه په کنفرانس کې وینا وکړي.

نوموړې د ناستې له پیل وړاندې وویل: «زه به په افغانستان کې د بشري بحران د ریښو په اړه بحث وکړم او ملي او سیمه ییز حلونه به وپلټم.»

دا ناسته چې د می له ۱۹مې څخه تر ۲۰مې پورې به په بروکسل کې ترسره شي، په ژوندۍ بڼه خپرېږي او د نوم لیکنې پرته به د ټولو د لیدلو وړ وي. دې ناسته کې تخصصي پینلونه، موضوعي ورکشاپونه او د «بشردوستانه خبرو اترو» مجلسونه شامل دي چې د جګړې له سیمو څخه تر اقلیمي ناورینونو پورې موضوعات پوښي.

د ناستې تنظیموونکي وايي چې دا ناسته د «یو لوی بشري فعال او تمویل کونکي په توګه د روښانه اصولو سره» د اروپايي اتحادیې رول بیا تاییدولو لپاره ډیزاین شوې او هڅه کوي چې د بې ثباتۍ سره د مبارزې لپاره یو منسجمه تګلاره چمتو کړي. په دې تګلاره کې د بشري، پرمختیایي او سولې جوړونکو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا له لارې د بېړنیو مرستو او اوږدمهاله حل لارو سره نښلول شامل دي.

په دې کنفرانس کې به په بشري ډیپلوماسۍ چې د اروپایي اتحادیې لپاره مخ په زیاتیدونکی لومړیتوب ګرځیدلی دی هم ټینګار وشي، چې مرستو ته د لاسرسي ډاډ ترلاسه کول، د مرستندویه کارکوونکو ملاتړ، او په بې ثباته نړیوالو شرایطو کې د نړیوال بشردوستانه قانون اصولو ساتنه شامل دي.

په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکونکو په فعالیتونو باندې د طالبانو محدودیتونو او په مدني ټولنو باندې سخت کنټرول د نړیوالو سازمانونو فعالیت ستونزمن کړی. د خوړو نړیوال پروګرام د دې میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې به درې میلیونه خلک سږ کال په دوبي کې د خوراکي توکو بیړنۍ مرستې ته اړتیا ولري، خو شته مرستې یوازې د دې نفوس د دریمې برخې اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلیچر، چې د روان کال په پیل کې یې افغانستان ته سفر کړی و، خبرداری ورکړ چې د نړیوالو مرستو کمول «د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کولی شي.»

د اروپا د بشردوستانه ناستې موخه د بحرانونو لپاره د دوامداره غبرګونونو او همغږۍ پیاوړي کول په ګوته شوي. د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې دا غونډه به د مرستندویه ادارو، حکومتونو او سیمه ییزو شریکانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د یو پلیټ فارم چمتو کولو له لارې د نړۍ تر ټولو پېچلو او بېړنیو بحرانونو لپاره د ګډو حل لارو موندلو هڅه کوي.