افغانستان

په تېرو نهو ورځو کې د پاکستان له زندانونو څخه ۷۶۸ افغانان خوشې شوي دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا وړاندې شویو احصایو څخه د امو موندنې ښیي چې په تېرو نهو ورځو کې (د غویي له ۱۸مې تر ۲۷ مې) نېټې د هېواد ۷۶۸ وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو په وینا دغه کسان له ۱ څخه تر ۱۰ ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.

دا وګړي هغه کسان دي چې د سپین بولدک پولې له لارې پاکستان ته ننوتي دي، طالبانو په دې نهو ورځو کې د پاکستاني زندانونو څخه د خوشې شویو کسانو ټولټال شمیر نه دی وړاندې کړی.

په تازه شمېرنو کې د هېواد ۲۴۶ وګړي د شنبې په ورځ د غویي په ۱۷مه د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي چې دا د تیرې اونۍ د نورو ورځو په پرتله په یوه ورځ کې نسبتا لوړ شمېر دی.

ورته مهال پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو ګړندی کړی دی چې په ترڅ کې یې د اپریل له پیل راهیسې زرګونه افغان وګړي په دې هېواد کې توقیف شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلومبرګ مخکې راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده چې ډېری کډوال یې په بد وضعیت کې دي او ځینو یې حتی د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د راستنېدو څخه د تېښتې لپاره ځان وژنې ته مخه کړې ده.

د دې راپور له مخې عثمان چې د افغان پوځ یو پخوانی جنرال و او کلونه یې د نړیوالو ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه تېره میاشت د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ځان په دار ځړولی.