په غزه کې روغتیایي سرچینې وايي چې د تېرې شپې راهیسې په غزه کې د دریو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۱۲۵ کسان وژل شوي دي. د دغو سرچینو په وینا د وژل شویو کسانو لویه برخه د «مواسی» کډوالو د کمپ وه چې د هوايي بریدونو له امله په نښه شوی.
په قربانیانو کې درې خبریالان هم شامل دي. الجزیرې راپور ورکړ چې عزیز حجار، نور قندیل او عبدالرحمن هغه خبریالان وو چې د شنبې د ورځې په بریدونو کې مړه شوي.
رسنیو کې خپاره شوي یو کلېپ کې د غزې اوسیدونکې فریال طبسي د خپل زوی په غم کې وايي: «زما ګرانه، احمد زما د سترګو تور تللی، زما د زړه تکیه، ما ویل کله هغه لوی شي، خدای به زما د ټولو سختیو تاوان راکړي.»
د اسراییلو پوځ تر اوسه پورې د دې راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۳۰ څخه زیات خبریالان وژل شوي دي.
په اسراییل کې دننه د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر ضد لاریونونه دوام لري. لاریون کوونکي د جګړې د پای ته رسېدو او د حماس له خوا د نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.
په یوه بل بدلون کې د یمن حوثي غورځنګ اعلان وکړ چې دوی د تل آویو سره نږدې د بن ګوریون هوایی ډګر یې توغندیو په برید سره په نښه کړی دی. د اسراییلو پوځ وايي چې توغندي یې شنډ او ویجاړ کړي دي.
د حوثي یاغیانو پوځي ویاند یحیی سریع په یوه بیان کې ویلي: «موږ د دوو بالستیک توغندیو په کارولو سره چې یو د سوپرسونیک «فلسطین ۲» ډوله دی او بل د «ذوالفقار» سره د لود هوايي ډګر چې اسراییلیان یې د بن ګوریون هوايي ډګر بولي د یافا په اشغال شوې سیمه کې توغولي، عملیات د خدای په فضل بریالي وو.»
ورته مهال فلسطیني سرچینو اعلان کړی چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند د خبرو اترو نوی پړاو روان دی. دا خبرې اترې میاشتې وړاندې د مصر او قطر په منځګړیتوب پیل شوي خو د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو له امله تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.
په دې وروستیو ورځو کې ځینو راپورونو ښودلې وه چې متحده ایالاتو د غزې له یو میلیون څخه زیاتو اوسېدونکو ته په لیبیا کې د بیا میشتیدنې وړاندیز کړی و، خو امریکایي چارواکو دا خبره رد کړې ده.