افغانستان

پاکستاني رسنۍ: پاکستان د زرګونو افغان کډوالو لپاره د ویزو نوي کولو ټولې لارې وتړلې

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په یاد هیواد کې د قانون پلي کولو ادارې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید د ټولو کټګوریو لپاره امنیتي تصفیې لغوه کړې دي.

په دغو راپورونو کې راغلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له څو کلونو راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي او پخوا یې د مختلفو کټګوریو لاندې د ویزې موده غځوله. خو اوس دا جوازونه لغوه شوي.

دې اقدام په پاکستان کې زرګونه افغان وګړي له ستونزو سره مخ کړي او د پاکستان امنیتي سرچینو هم دغو رسنیو ته ویلي ډېری هغه کسان چې د ویزې موده یې لغوه شوې ده نیسي او له پاکستانه ایستل کېږي.

دا بدلون داسې مهال رامنځته کېږي چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان وګړو ته د شپږو میاشتینۍ  او یو کلنو ویزې ورکړي او په تېرو دریو کلونو کې د صادر شویو ویزو شمیر له ۷۰۰ زرو څخه ډېر شوی.

ورته مهال اندېښنه دا ده چې د دې ۷۰۰ زرو څخه زیاتو خلکو څخه یوازې شاوخوا ۵۰ زرو یې پاکستان ته له ننوتلو وروسته د قانوني ویزې د تمدید لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي چې د دې غوښتونکو په منځ کې د زرګونو کسانو امنیتي جوازونه هم لغوه شوي دي.

پاکستاني رسنیو زیاته کړې چې سربیره پردې له ۶۵۰ زرو څخه زیاتو افغان وګړو تر اوسه د ویزې د غځولو لپاره د دې هېواد له حکومت سره اړیکه نه ده نیولې، او راپور یې ورکړی چې دا خلک د پاکستان په بیلابیلو برخو کې پټ شوي دي.