د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، که څه هم د دوی هېواد تر دې وړاندې د طالبانو غوښتنې منلې وې او د دې ملاتړ له امله اوس د متحده ایالاتو او لویدیځو هېوادونو تورونه زغمي او د «ترهګر» هېواد په توګه پېژندل کیږي نن ورځ هماغه طالبان د هند او اسراییلو تر څنګ ولاړ دي.
د جیو نیوز د راپور له مخې نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: یو لوړ پوړی هندي ژورنالیست او دفاعي شنونکی ویلي وو چې یوازې اسراییل او افغانستان د پاکستان پر ضد د سیندور په عملیاتو کې د هند ملاتړ وکړ.
د پاکستان د دفاع وزیر په دې اړه وضاحت ورکړ: «زه دا نه وایم، دا هغه څه دي چې پروین صحنی چې په هندي رسنیو کې یو باوري غږ دی، وایي.»
جیو نیوز وايي؛ دا څرګندونې دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې د طالبانو د مرستیال دفاع وزیر هند ته د پټ سفر په اړه راپورونه خپاره شول.
د یادونې وړ ده چې د اپریل په ۲۲مه د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو له برید وروسته، هند د «سندور» په نوم د پاکستان پر ضد پوځي عملیات پیل کړل چې په کې یې د پاکستان د خاورې ځینې برخې په نښه کړې.
هند ویلي چې د کشمیر په برید کې د پاکستان لاس و خو اسلام آباد لا تر اوسه د هند ادعا نه ده منلې.
د هند او پاکستان ترمنځ نښتې د څو ورځو او شپو وروسته د متحده ایالاتو په مداخله او منځګړیتوب سره پای ته ورسېدې او دواړو خواوو په اوربند موافقه وکړه.