افغانستان

د پاکستان له زندانونو څخه ۱۳۹ افغانان خوشې شوي دي

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت وايي چې د تېرې اوونۍ په وروستیو دوه ورځو (۲۵ او ۲۶ د ثور) کې ۱۹۳ افغان وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو وزارت په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې دغو وګړو له یوې څخه تر دوه ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې تیرې کړې دي.

د طالبانو په وینا، دا کسان د پاکستان پولیسو د دغه هېواد له بیلابیلو برخو څخه نیولي دي. خو د دې افغان وګړو د بندي کیدو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي.

دا وګړي هغه کسان دي چې د سپین بولدک پولې له لارې پاکستان ته ننوتي دي، طالبانو په دې دوو ورځو کې د پاکستاني زندانونو څخه د خوشې شویو کسانو ټولټال شمیر نه دی ورکړی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو چارو وزارت لخوا چمتو شوي احصایو څخه د امو موندنې ښیي چې په تېرو اتو ورځو کې (د ثور له ۸مې تر ۱۶ مې) نېټې د دې اشخاصو په ګډون، د هېواد ۵۲۲ وګړي د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې بلومبرګ مخکې راپور ورکړی و چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده چې ډېری کډوال یې په بد وضعیت کې دي او ځینو یې حتی د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د راستنېدو څخه د تېښتې لپاره ځان وژنې ته مخه کړې ده.

د دې راپور له مخې عثمان چې د افغان پوځ یو پخوانی جنرال و او کلونه یې د نړیوالو ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر وړاندې جګړه کړې وه تېره میاشت د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې ځان په دار ځړولی.