نړۍ

د امریکا په کینټاکي او میسوري کې سختو طوفانونو لږ تر لږه ۲۵ کسان وژلي دي

ایالتي او ځایي چارواکو د شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د پسرلي بې ثباتې هوا د شپې له خوا د منځني لویدیځ او اوهایو سیند په دره کې طوفانونه رامینځته کړل، چې په کینټاکي او میسوري کې یې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل او کورونو او ملکیتونو ته یې پراخه زیان ورساوه.

د رویټرز په وینا، د کینټاکي والي انډي بشیر د شنبې په ماسپښین په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې په دې ایالت کې د لیکسینګټن څخه ۱۲۹ کیلومتره جنوب ته په لورل ښار کې د نیمې شپې په شاوخوا کې د یو ټکر له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او یو بل کس د کینټاکي په پولاسکي ښارګوټي کې ووژل شو.

ښاغلي بشیر وویل: «دا له مرګونې هوا ډکې شپې وروسته د کینټکي لپاره یو بل سخت سهار دی.»

تر دې وړاندې هغه بیړنی حالت اعلان کړ، همدا راز د میسوري والي مایک کیهو هم په خپل ایالت کې د سختې هوا له امله د اووه کسانو چې پنځه یې په سینټ لویس کې وو د مړینې وروسته بېړنی حالت اعلان کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي هوايي انځورونه په لورل کانټي کې د ویجاړۍ صحنې ښیې، چې د کورونو ټول بلاکونه په څانګو بدل شوي او د طوفان له امله موټرونه او ټرکونه ټکر شوي یا مات شوي دي.

جان روټ د لورل کانټي ښار د حوزې مشر دا ویجاړی «د ډله ییزې مرګ ژوبلې پښه» وبلله، او په ټولنیزو رسنیو کې یې وویل چې ډېری کسان سخت ټپیان شوي دي او بېړني عمله د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې ده.

د لورل کانټي د حوزې ویاند ګیلبرټ اکیارډو وویل چې د طوفان له امله بې ځایه شوي ۲۲ کورنۍ په بیړنیو پناځایونو کې ځای پر ځای شوي دي.

اکیارډو زیاته کړې: «د دوی کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي وو دا طوفان د (ای اېف پنځه)په توګه چې تر ټولو قوي کټګوري ده پېژندل شوې.»

دا ویجاړي امریکایی وګړو ته د هغه زیان یادونه کوي چې د ۲۰۲۱ کال په دسمبر کې د کینټاکي ښار لویدیځ میفیلډ کې د یو لوی طوفان له امله رامینځته شوی و، چې په ګریوز ښارګوټي کې یې د شمعې جوړونې کارخونې د اته تنو په ګډون چې له خاورو سره یو شوه لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل.

ورته مهال چارواکي وایي چې دوه نور کسان په سکاټ ښارګوټي د میسوري په جنوب ختیځ کې وژل شوي دي.

سپنسر چې یوه میاشت وړاندې یې د ښاروال په توګه لوړه وکړه، د جمعې په شپه یې خبریالانو ته وویل: «زموږ ښار نن شپه غمجن دی.د ژوند له لاسه ورکول او ویجاړی په ریښتیا هم وحشتناک دي.»

د سینټ لویس اوسیدونکې جوان میلر د طوفان پر مهال له کور څخه خپلې تېښتې او ژغورنې کیسه کوي.

نوموړي وويل: «باد پیل شو، مخې ته ونې ډېره سخته لړزېده، او ناڅاپه ټولې دروازې وتړل شوې، کړکۍ د خوب خونې څخه بهر شوې، زما د کور ټوله شاته برخه،  تاسو کولی شئ مستقیم کوڅې ته لاړ شئ.»