روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هیواد «اینټکو ګروپ» شرکت د روسیې په کازان کې د طالبانو له پلاوي سره هوککړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې یاد شرکت د افغانستان د نفتو سرچینې استخراج کړي.
دا قرارداد د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د دې روسي شرکت ترمنځ په کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي غونډې (کازان فورم) په څنډه کې لاسلیک شو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د روسیې دولتي رسنۍ رئانووستي سره په مرکه کې ویلي: «په دې برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو. دا تړون په کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ په ناسته کې لاسلیک شوی.»
ورته مهال په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر رستم خبیبولین وویل چې د «اینټکو ګروپ» شرکت پخوا د افغانستان په خاوره کې جیولوژیکي اکتشافات ترسره کړي او د کیندلو عملیات پیل کولو ته چمتو دی.
د نوموړي په وینا؛ د دې قرارداد پر بنسټ به روسي شرکت په افغانستان کې د نفتو د تصفیې د یوې فابریکې د جوړولو کار هم ترسره کړي چې په اړینو زېربناوو سمبال وي.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ مرکز مشر ټینګار وکړ چې: «دا د خپل ډول لمړنۍ هوکړه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او روسیې په کازان کې د روسیې او اسلامي نړۍ اقتصادي ناسته کې پنځه هوکړې لاسلیک کړي دي. دا هوکړې د دواړو خواوو ترمنځ د ترانسپورت، هوايي چلند او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ په برخه کې شوي دي.