د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ نن سهار (شنبه، د می ۱۷مه) ایران ته د «تهران فورم» په خبرو اترو کې د ګډون لپاره روان شو.
د طالبانو وزارت په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه پلاوي په چوکاټ کې د ښاغلي متقي سفر د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي «په رسمي بلنه» شوی.
د خبرپاڼې له مخې د طالبانو د اقتصاد مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم په پلاوي کې شتون لري.
طالبان وايي چې امیر خان متقي به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.
د امیر خان متقي سفر په داسې حال کې کیږي چې هغه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی او د سازمان د تاسیس شویو اصولو پر بنسټ غړي هېوادونه حق نلري چې ویزې ورکړي یا په دې لیست کې د شاملو اشخاصو کوربه توب وکړي.
که څه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا مخکې ویلي وو چې دوی د عبدالغني برادر په ګډون پنځو طالب چارواکو ته روسیې ته د سفر په موخه د اتو ورځو لپاره (د می له ۱۲ مې تر ۱۹مې نېټې) د سفر معافیت ورکړی خو هغه د امیر خان متقي د ایران د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې امیر خان متقي به د دې اونۍ تر پایه چین ته سفر وکړي.