افغانستان

په پنجشېر کې د جګړو دوام؛ طالبانو جنګي اسیران په ډزو سره وژلي دي

له څلورو ورځو راهیسې په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه روانه ده او په دغو نښتو کې دواړو لوریو ته تلفات رسېدلي دي.

په پنجشېر کې سرچینې د آمو ټلوېزیون خبریال  ته وايي چې ملاعبدالقیوم ‌ذاکر له شپاړس ورځنۍ پلانونې وروسته او د زرګونه ځواکونو په ګډون څلور ورځې مخکې د پنجشېر په ۵ ولسوالیو کې جګړه پیل کړه چې تراوسه په دغو نښتو کې د مقاومت جبهې لس غړي او څه د پاسه شپېته طالبان مړه او ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د طالبانو له سختو بریدونو او په خنج ولسوالۍ کې د شابه مرکز له کلابند کولو وروسته، دې ډلې د قوماندان محمد یار او د هغه د دوو زامنو په ګډون د مقاومت جبهې اوه غړي نیولی او وروسته یې په تړلو لاسونو وژلي دي.

په هغه ویډیويي پيغام پيغام کې چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي؛ هم لیدل کېږي چې قوماندان محمد یار د مقاومت جبهې له څو نورو غړو سره په داسې حال کې چې لاسونه یې تړلي دي وژل شوي دي.

قوماندان محمد یار د اګست په ۱۴مه په بي ام یو وسلې سره د طالبانو په یوه مرکز کې ۲۵ طالبان وژلي وو.

ځایي سرچینې وایي چې طالبانو ته د سختو تلفاتو له اوښتو وروسته دې ډلې د کورونو پلټنه پيل کړه او خلک یې هم ځورولي دي.

د خنج ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې په امنیتي لاملونو یې د نوم له ښودلو ډډه کړې په دې اړه وايي چې طالبانو د هغه دیارلس کلن ورور وهلی ټکولی دی.

نوموړی زیاتوي: «طالبانو د کورونو تلاشي کول پيل کړل او د کورونو له پلټنې وروسته یې زما دیارلس کلن ورور سخت وهلی او ترې غوښتي یې دي چې زموږ په کلي کې د مقاومت جبهې غړي دوی ته وروښيي.»

له بلې خوا نه تایید شوي رپوټونه ورکړل شوي چې د ملاعبدالقیوم ذاکر مرستیال د پنجشېر په جګړه کې وژل شوی دی.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې هکله وایي چې مقاومت جبهه د ځواکونو او وسلو کمښت ته په پام سره، له یوې نابرابرې جګړې سره مخ دی؛ خو د تېرو څو ورځو جګړو وښودله چې طالبانو په پنجشېر کې خپله جنګي روحیه له لاسه ورکړې ده.

هغه زیاتوي: «د پنجشېر او هلمند جغرافیه ډېر توپیر لري او ملاذاکر به له دې جګړې هېڅ څه ترلاسه نه کړي.»

د مخکیني دولت له سقوط وروسته، له یوه کال راهیسې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې ځواکونو په پنجشېر او اندراب کې د طالبانو خلاف جګړه کوي. په دې موده کې طالبانو د دوی د دفاع وزیر تر کچې د پنجشېر جګړه مدیریت کړې چې دومره پایله یې نه ده لرلې.