افغانستان

لوګر کې ترافیکي پېښو د دوه ښځو او یو ماشوم ژوند اخیستی

عکس از رویداد ترافیکی در لوگر

په لوګر ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوه ښځې او یو ماشوم وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

طالبان وايي چې یوه له دغو پېښو څخه د لوګر او پکتیا لویې لارې په کوتل تیره سیمه کې او بله پیښه د دې ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د طالبانو په وینا د کوتل تیره سیمې په پېښه کې دوه ښځې او یو ماشوم وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي، او د محمد اغې ولسوالۍ په پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پیښې زیاتې شوي او د طالبانو د ترافیکو مدیریت چارواکي د موټر چلوونکو سرعت، بې احتیاطي او غفلت د دې لاملونه بولي.

خو د هېواد اوسېدونکي وايي چې د دې پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی، د ښي لاسه اشټرنګي موټرو زیاتوالی او د هېواد د لویو لارو په ځینو برخو کې د ترافیکي نښو نشتوالی دي.