د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د جمعې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو په پیل کې له دواړو خواوو وغوښتل چې د سولې د ترلاسه کولو لپاره له دې «مهم فرصت» څخه ګټه پورته کړي او د جګړې د بندولو پر بېړنۍ اړتیا یې ټینګار وکړ.
په غونډه کې په خپلو پرانیستونکو څرګندونو کې چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړی مستقیم تماس دی، فیدان وویل: «موږ باید له دې فرصت څخه د سولې په لاره کې د پرمختګ لپاره ګټه پورته کړو. د هرې ورځې په ځنډ سره د ډېرو ژوند ور څخه اخیستل کېږي.»
په داسې حال کې چې روانه جګړه د ملکي تلفاتو او د اوکراین د زېربناوو د پراخې ویجاړۍ لامل کیږي انقرې یو ځل بیا ځان د منځګړي په توګه وړاندې کړی او د اوربند د ټینګولو لپاره یې د یوې لارې د موندلو د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
فیدان وویل، «موږ د خبرو اترو له لارې د اوربند د ترلاسه کولو فرصت لرو.» هغه د روسیې او اوکراین استازو ته په خطاب کې دوام ورکړ او زیاته یې کړه «چې راتلونکي ګامونه په دې لومړنیو خبرو اترو کې د شویو پرېکړو پورې اړه لري.»
هغه ټینګار وکړ: «موږ به د نن ورځې د انتخابونو او ګامونو پر بنسټ په ګډه راتلونکی ګام وټاکو. دا هم ډېره مهمه ده چې دا غونډې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د احتمالي ناستې لپاره د اساس په توګه کار وکړي.»
دا خبرې اترې په داسې وخت کې کېږي چې په سیمه کې ډیپلوماتیک فعالیتونه زیات شوي او د نړۍ قدرتونو د مسکو او کییف ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه کړې ده. که څه هم د پام وړ پرمختګ تمه کمه ده خو د ترکیې لخوا د دې پړاو خبرو اترو کوربه توب یو ځل بیا وروستیو لسیزو کې د اروپا د یوې تر ټولو وژونکې شخړې په منځګړیتوب کې د دې هیواد فعاله ونډه روښانه کوي.