افغانستان

امریکایي سناتور صالح ته: د طالبانو تمویل د افغانانو او نړیوالې سولې لپاره “ناورین” دی

عکس از درو مکیوین سناتور امریکایی و امرالله صالح معاون اول رئيس جمهور پیشین افغانستان

د افغانستان د ولسمشر پخوانی مرستیال امرالله صالح وايي چې هغه د امریکا د سناتور ډرو مکیوین څخه یو لیک ترلاسه کړی چې پکې یې “ترهګرو ته د امریکایی مالیه ورکوونکو د پیسو د لېږد د منعې” قانون تصویب ته په اشارې سره وویل چې د طالبانو تمویل به د دوی د بیا ځلې وسلو د راټولولو لپاره وکارول شي او دا «د افغانانو او نړیوالې سولې لپاره ناورین دی».

په لیک کې راغلي: “که څه هم زه په فدرالي کچه دنده نه لرم، زه د کانګرس لخوا د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د هر ډول مالي مرستې د منع کولو د قانون تصویب په کلکه ملاتړ کوم که هغه مستقیم د متحده ایالاتو د حکومت یا غیر دولتي یا غیر انتفاعي سازمانونو له لورې وي.
تمه کیږي چې ولسمشر ټرمپ به دا قانون لاسلیک کړي.” “د طالبانو د بیا وسلو تمویل د افغانستان د خلکو او د نړۍ د سولې لپاره یو ناورین دی او وي به.”

ښاغلي صالح په ایکس کې د دې لیک د یوې برخې په خپرولو سره لیکلي؛ چې د واشنګټن له خوا طالبانو ته د مالي مرستو د ځنډولو له امله “منندوی” دی.

د هیواد د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وايي چې طالبانو ته مالي مرسته “د ټولو اخلاقو خلاف ده” او په هیڅ ژبه یا کلتور کې نشي څرګندېدلی او که کومه توجیه وي هم “دا باید چټل او بد بویه وي.”

نوموړي د دغه لیک په ځواب کې ټینګار کړی: “د طالبانو بقا یوه افسانه نه ده.” دا تر ډېره بریده د واشنګټن څخه د اونیزو نغدو کڅوړو په لېږلو پورې اړه لري په میلیاردونو ډالر په چوپه خوله طالبانو ته لېږل شوي چې د افغانستان د خلکو د لګښتونو چې اته میلیونه بې ځایه شوي او کډوال هم پکې شامل دي په پیاوړتیا کې مرسته وکړي. طالبانو ته مالي مرسته د ټولو اخلاقو خلاف ده او په هیڅ ژبه یا کلتور کې نشي څرګندېدلی. “که چیرې کومه توجیه وي، نو باید چټله او بد بوی لرونکی وي.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس له دې وړاندې “ترهګرو ته د امریکایي مالیه ورکوونکو د پیسو د لېږد د منعې قانون” د تصویب خبر ورکړ، چې پر بنسټ یې د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د امریکا هر ډول مالي مرسته وځنډول شوه.

دا قانون د متحده ایالاتو په کانګرس کې وروسته له هغه بحث شو چې یو شمېر بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو مدافعینو، نړیوالو سازمانونو او ځینو امریکایی سناتورانو د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته په اونۍ کې د ۴۰ ملیون ډالرو په لیږلو نیوکه وکړه.

د یادونې وړ ده چې دا لایحه لومړی د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکي استازي ټیم برچیټ لخوا وړاندیز شوې وه خو د مختلفو دلایلو له امله یې تصویب ځنډېدلی و.