د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې هېواد ملي شورا ته په یوه راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې ۱ میلیون و ۲ زره و ۲۳۰ افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، هغه دا هم زیاته کړې چې له ۲۰۰۷ زیږدیز کال راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د پروګرام له مخې له ۱.۳۷ میلیون څخه ډېر افغان کډوال چې «پياوآر» کارتونه لري هېواد ته راستانه شوي دي.
پاکستان چې له اوږدې مودې راهیسې یې د هېواد د کډوالو ترټولو لوی نفوس کوربه توب کړی دی، پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د ترینګلتیا او مخ په زیاتېدونکي امنیتي اندېښنو په منځ کې له دغه هېواد څخه بې اسناده کډوال وباسي.
له بلې خوا، د دې هېواد حکومت تایید کړې ده چې د افغان تابعیت کارت (اېسيسي) اعتبار به هم ونه غځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د پروسې په دوام کې، د روان زیږدیز کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۲مې پورې له پاکستان څخه له ۱۲۸ زرو څخه ډېر افغان کډوال ایستل شوي دي.
له دې سره، کورني سیاسي او اقتصادي ننګونې، چې په ټولنیز ثبات باندې اوږدمهاله اغېزې لري، د راستنېدونکو او افغان ټولنې لپاره نورې ستونزې رامینځته کړې دي.
له نږدې دوو میاشتو راهیسې، پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیل کړی، چې په ترڅ کې یې زرګونه افغان وګړي په جبري توګه له دې هېواد څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
په همدې حال کې، راستنېدونکي کډوال د پاکستاني پولیسو لخوا د غیر عادلانه، بد او غیر انساني چلند په اړه هم خبرې کوي.
په تورخم کې د دغو راستنېدونکو یو شمېر کسانو مخکې له دې آمو ته ویلي وو چې پاکستاني پولیسو د وتلو پر مهال د دوی ټولې پیسې، شتمنۍ او ملکیتونه ضبط کړي دي او اوس دوی په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ دي.