ورزش

سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسیا کرېکټ جام سیالیو اتلولي خپله کړه

Photo: ICC

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډله وتوانېده د اسیا کرېکټ جام سیالیو په پایلوبه کې پاکستان ته د ۲۳ منډو په توپیر له ماتې ورکولو سره د دغو لوبو اتلولي خپله کړي.

دغه لوبه یکشنبه ماښام په عربي متحده اماراتو کې ترسره شوه. په دغه لوبه کې لومړی پاکستان پچه وګټله او سریلانکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

سریلانکا د شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره پاکستان ته ‍۱۷۱ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان کرېکټ لوبډله په لومړیو کې ښه وځلېده، خو بریالۍ نه شوه چې ټاکل شوی هدف پوره کړي.

که څه هم سریلانکا ښه پيل نه درلود خو د دې لوبډلې لوبغاړي بنوکا رجیسکا په ۷۱ منډو د لوبې تر پایه په میدان کې پاتې شو.

په دې لړ کې پاکستانی توپ اچونکی حارث رووف هم ښه وځلېد او د سریلانکا درې لوبغاړي یې له میدانه وایستل.

د پاکستان په توپ وهونکو کې یوازې محمد رضوان ۵۵ منډې ترلاسه کړې. د پاکستان نور لوبغاړي په کمو منډو د سریلانکا د توپ اچوونکو له خوا وایستل شول.

په پایله کې پاکستان د ۲۳ منډو په توپیر لوبه سریلانکا ته وبایله.

د ویلو ده، چې سریلانکا له دې مخکې پنځه ځله د دغو سیالیو اتلولي ګټلي وه او دا یې شپږم ځل شو.

سریلانکا د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د افغانستان پروړاندې ماته وخوړه خو په دویمه لوبه کې يې افغانستان ته ماته ورکړه.