نړۍ

د بریتانیا پاچا چارلز په لومړۍ وینا کې ولس ته د خدمت ژمنه

د بریتانیا پاچا چارلز د جمعې پر ورځ د لومړي ځل لپاره د پاچا په توګه له خلکو سره خبرې وکړې.

هغه ملکه الیزابت د «ګرانې مور» په توګه بللې او درناوی یې ورته کړی دی.

هغه ژمنه وکړه چې د مور په څېر به یې په «وفادارۍ، درناوي او مینې» سره پاچاهي کړې ده.

د بریتانیا نوي پاچا په خپله وینا کې وویل: «نن په ډېر خپګان له تاسو سره خبرې کوم. زما ګرانه مور په خپل ژوند کې زما او زموږ د ټولې کورنۍ لپاره بېلګه او الهام بښونکې وه.»

چارلز د خپلې وینا په یوه برخه کې چې په “باکینګهام” ماڼۍ کې د ملکې د یوه انځور ترڅنګ ولاړ وو وویل: «ملکې دوهمې الیزابت ښه ژوند درلود؛ په دایمي خدمت چې ورته ژمنه وه او په مړینې یې سخت ویرجن شوم. زه نن له تاسو سره دغه ژمنه تازه کوم.»

هغه همداراز له کشر شاهزاده “هري” او مېرمن یې “مګان” سره خپله مینه څرګنده کړه چې دوه کاله مخکې له پاچاهي څخه د هغوی وتل په کورنۍ کې د ژور کړکېچ لامل شو او په پاچاهۍ کې یوه لوی ناورین رامنځته شو.

ملکې الیزابت چې د بریتانیا په تاریخ کې یې د پاچاهۍ ترټولو اوږده دوره لرله د پنجشنبې پر ورځ په ۹۶ کلنۍ سکاټلنډ کې په خپل استوګنځي کې مړه شوه.

د ملکې مړینه د نړۍ او بریتانیا په سطحه له ګڼو غبرګونونه او درناوي سره مخ شوه.

ملکه الیزابت د ۷۰ کلونو لپاره د نړۍ نامتو څېره وه.

د ملکې له مړینې سره زوی یې چارلز د بریتانیا دولت او د استرالیا او کاناډا په ګډون د ۱۴ ګډو ګټو لرونکو هېوادونو رییس شو.

پاچا چارلز د بریتانیا لومړۍ وزیرې “لیز تراس” ته وویل، دا هغه شېبه وه چې تل ترې وېرېدم.

د جمعې پر ورځ چارلز لندن کې باکینګهام ماڼۍ ته راوګرځېد؛ هغه ځای ته چې خلکو په لوړ اواز د (خدای دې چاپا وساتي) شعار په ورکولو سره له هغه هرکلی وکړ.

ټاکل شوې چارلز نن شنبه د یو ځای کېدو شورا په ناسته کې چې په «سنټ جیمز» ماڼي کې به رامنځته شي په رسمي توګه د پاچا په توګه معرفي شي.