افغانستان

د کابل ـ جلال اباد حلقوي سړک نیمګړې چارې؛ خلک یې جوړېدل غواړي

کلونه کېږی، چې د کابل ـ جلال اباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې نیمګړې پاتې دي، خو لا یې د جوړېدو برخلیک نه دی معلوم، چې کله به جوړ شي.

ننګرهار کې پر دغه سړک د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د دې سړک پر جوړېدو به کابل ته د تلونکو مسافرو د مرګ ګواښ کم او دغه راز به سلګونه کسانو ته کاري زمینه هم برابره شي.

دوی وایي د دغه لویې لارې جوړېدو ته اوس هم سترګې پر لار دي او هیله من دي،چې ژر به ورغول شي.

د ننګرهار د خوګیاڼو اوسېدونکي ناصر خان له آمو سره په خبرو کې وویل: «موږ په دې سړک کې په جریبونو ځمکې له لاسه ورکړې، او تمه مو درلوده، چې جوړ به شي خو متاسفانه اوس یې کارونه نیم کې پاتې دي. تېر حکومت هم جوړ نه کړ او اوس یې طالبان هم غم نه کوي.»

عجب ګل، چې د ننګرهار د سره رود اوسېدونکی دی وایي، پر دې سړک یواځې د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې طالبانو شاوخوا ۱۰ پلونه په بمونو الوزولي.

نوموړی وایي: «اوس خو خپله د طالبانو حکومت دی باید دا جوړ کړي نه دا چې همداسې وېجاړ پاتې شي او خلکو ته ستونزې پر ځای پاتې شي، هر وخت ژمنې کېږي، خو بیا کار نه کېږي، حکومت د کار پرځای خبرې ډېرې کوي چې اوس اړتیا نشته، کارته اړتیا ده خبرو ته نه.»

یو شمېر نور بیا د دې سړک جوړېدل ځکه  ګټور بولي، چې وايي په دې سره به کابل ته د تلونکو مسافرو د ترافیکې پېښو د کمېدو ترڅنګ، پر دې لاره پراته کلي هم په آسانۍ سره وکولی شي پر وخت خپل د اړتیا وړ کارونه په کم وخت کې ترسره کړي.

د اقتصادي چارو پوهان هم دا سړک د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا په برخه کې له ارزښته ډک بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین وایي: «دا یو له ارزښته ډکه سوداګریزه لار ده، په دې سره به د هېواد اقتصادي وده لا ډېره شي، سوداګریز مالونه به په اسانۍ لېږدول کېږي او خلک به هم په کار شي.»

ننګرهار کې بیا طالب چارواکي هم د دې سړک د جوړېدو د پاتې چارو د جوړېدو په برخه کې ناتواني ښيي.

دوی وایي تر دې دمه د یاد سړک ۳۳ کیلومټره اساسي جوړ شوی او د پاتې برخې کارونه یې لا په ټپه ولاړ دي.

د ننګرهار د ټولګټو چارو مرستیال فضل الربي ولي زی وایي: «موږ خپله بودیجه لا په لاس کې نه لرو، چې دا سړک ورغوو، د دې کارونه خو په تېر حکومت کې هم پاتې دي، اوس مو هڅې روانې کړي، چې یوه لار پيدا کړو او کارونه یې ژر پای ته ورسوو.»

د ټولګو چارو ریاست دمالوماتو له مخې د کابل- جلال اباد دوهم لین حلقوی سړک شاوخوا ۱۰۶ کیلومتره اوږدوالی لري، او کلونه کېږي چې خلک یې بشپړ جوړېدو ته هیله من دي.

له دې وړاندې هم د دغه سړک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو څو ځلي حکومت کړي، خو له ژمنو سره سره لا هم د دې سړک پاتې چارې نیمګړې او په ټپه ولاړې دي.

وبه لیدل شي، چې د طالبانو حکومت د یاد سړک پاتې چارې کله پيل او په څومره وخت کې به یې چارې بشپړې کړي او آیا بریالي به شي؟