افغانستان

کندهار کې يوې مېرمنې د مربا او اچارو توليدي مرکز جوړ کړی

کندهار کې د فاطمې په نوم يوې دېرش کلنې مېرمنې په خپل شخصي لګښت د کورنیو اچارو او مربا توليدي مرکز پرانیستی دی.

د “ اکبري” په نوم په دغه مرکز کې اچار، سرکه، چکني او د نورو د بېلابېلو وطني مېوو څخه جوړې شوې مرباوې توليدېږي.

له مېرمن فاطمې سره دا مهال لس شاګردانې هم کار کوي او د کندهار د عينو مېنې په ښارګوټي کې يې د خپلو توليداتو لپاره په يوه کرایي هټۍ کې، چې له مياشتې يې په ۷ زره افغانۍ په کرايه نيولې فعاليت کوي.

فاطمه وایي دغه مرکز يې د سل زره افغانيو په پانګونه جوړ کړې، خو په پېسې پور کړې دي.

“زه په دغه مرکز کې اچار، چکني، سرکه، مربا، چي ټول زموږ له وطني پيداوارو څخه جوړ شوي توليدوو، دغه مرکز مي په زياته خوارۍ جوړ کړ، ځکه پېسې مې نه درلوې، هيڅ بنسټ يا هم ارګان زموږ سره مرسته نه ده کړې.”

مېرمن فاطمه وایي له دې لارې د خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کوي، ځکه خاوند يې بېکاره او کور يې هم په کرايه دی.

د اکبري په نوم د اچارو او مرباوو د توليد ددغه مرکز مشره وایي، د اچارو او مرباوو د پېک کولو سامان له بازار څخه ترلاسه کوي او د بازار له غوښتنې سره سم يې بسته بندي کوي.

مېرمن اکبري وایي د توليداتو غوښتنه يې زياته ده، خو د شتمنۍ د کموالي له امله خپل کار نشي پراخولای.

“زه غواړم، چي خپل کاروبار زيات کړم، خو پېسې او امکانات نه لرم، که مي ملاتړ وشي، نو زياتو وزګارو مېرمنو ته به د کار کولو زمينه برابره کړم.”

د شبانې په نوم ددغه مرکز يوه زده کوونکې وايي” غواړم، دلته زه هم د اچارو او مربا د توليد زده کړه ترلاسه کړم او وروسته یې په خپل کور کې توليد او بيا خپل ورځنی ژوند پرې مخته يوسم، ځکه پلار مې په نشه روږدی دی.”

په دغه مرکز کې توليد شوي توکې د کندهار په بېلابېلو پلورنځيو کې پلورل کیږي او زياتي مېرمني، چې دا مهال وزګارې شوې د دې او نورو ورته کوچنیو کاروبارونو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې برابروي.