افغانستان

د کابل په چاودنه کې د روسیې سفارت د دوو کارکوونکو او څلورو افغانانو وژل کېدل

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني روسیې سفارت ته نږدې له یوې چاودنې خبر ورکوي

ددې قوماندانۍ ویاند وایي، نن کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ـ هغه ځای چې هر ورځ سلګونه تنه د روسیې د وېزو اخیستو لپاره غونډېږي ـ چاودنه شوې ده.

د شاهدانو په وینا: په چاودنه کې کابو ۲۰ تنه مړه او ټپیان شوي دی.

د دغه ځای ګڼې ګوڼې او موقعیت ته په پام، ښایي د قربانیانو شمېر زیاتوالی ومومي.

له زیاتو هڅو سره سره بریالي نه شوو په دې اړه د طالبانو د امنیتي مسوولانو نظر ولرو.

اسپوتنیک: ۲ روسي ديپلوماتان وژل شوي دي

رویټرز د طالبانو د پولیسو د یوې سرچینې له قوله اعلان وکړ: یو ځانمرګی بریدګر چې د روسیې سفارت ته د نږدې کېدو په حال کې و، د طالب ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو.

په همدې حال کې یوې سرچینې اسپوتنیک ته وویل، چې د برید په پایله کې ۲۵ تنه مړه او ټپیان شوي دی.

دغې روسي رسنۍ په دوام کې لیکلي چې کابل کې د روسیې د ديپلوماتیک پلاوي دوه غړي په چاودنه کې وژل شوي دي.

چاودنه داسې مهال وشوه چې یو روسی ديپلومات له ودانۍ څخه راووت او د وېزو غوښتونکو نومونه یې اخیستل. د نن چاودنه د هغو محصلانو ترمنځ شوې چې د وېزې د فورمې اخیستو ته غونډ شوي وو.

طالبانو هغه کسان چې د چاودنې له سیمې یې انځور اخیستی و، نیولي دی.

تېره یوه اوونۍ کې دا په کابل ښار کې دویم خونړی برید دی.