افغانستان

ننګرها، کونړ او نورستان کې زلزلې ۴۸ تنه مړه او ټپیان کړل

په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د تېرې شپې زورورې زلزلې له امله ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

تېره شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې یوې زوروې زلزلې د کابل په ګډون، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، لوګر، خوست، پکتیا، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونه سخت ولړزول.

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند خلیل احمد بهسودوال وایي، د تېرې شپې د زلزلې له مله د پوهنتون په مرکزي لیله کې هم شاوخوا ۳۰ محصلین ژوبل شوي دي.

بهسودوال زیاتوی: «هو بدبختانه بېګانۍ زلزلې د پوهنتون په مرکزي لیله کې ۳۰ محصلین سخت ژوبل کړي. دوی له وېرې ګڼه ګوڼه کې ایسار شوی او ډېرو ځانونه له دوهم او درېیم چت نه لاندې غورځولي او ژوبل شوي دي.»

بل لورته بیا د ننګرهار د حوزوي روغتون یوې سرچینې آمو تلوېزیون ته وویل، چې له پوهنتون نه ورته ۲۴ محصلین او ۶ تنه نور چې ۴ پکې ښځینه  دې د ښار له نوروساحو راوړل شوي، چې ۶تنه یې اوس هم تر درملنې لاندې دي او نور یې خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې هم یوه تن سخت ټپي شوی، چې روغتیایي مسوولین یې اوس حالت د ډاډ وړ بولي.

اخوا بیا په ختیځ کونړ ولایت کې هم زلزلي ۱۵ تنه مړه او ټپیان کړي او دغه راز یې لسګونه کورونه نړولي دي.

کونړ ولایت کې د پېښو سره د مبارزې رئيس احسان الله احسان وایي، چې زلزلې د نورګل او څوکۍ په ولسوالیو کې د عامو خلکو کورونه نړولي، چې له امله یې ۶ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور سخت ژوبل دي.

احسان زیاتوي: «په دوو ولسوالیو کې نورګل او څوکۍ کې بېګانۍ زلزلې مالي او ځاني تلفات اړولي دي. موږ په سیمه کې یو او سرورې روانه ده انشاء الله زلزله ځپلو کورنیو سره به له سروې وروسته مرسته وکړو او ټپيان مو روغتون ته لېږدولي دي.»

د نورګل ولسوالۍ اوسېدونکي ذبیح الله بیا له آمو تلوېزیون سره په خبرو کې وویل، چې د تېرې شپې زلزلې د دوی په سیمه کې په لسګونه کورونه نړولي دي.

نوموړی زیاتوي، چې خلک له سخت حالت سره مخ دي او اړتیا ده، چې لاسنیوی یې وشي.

ذبیح الله وایي: «د نورګل په ودېر، شُلط، مزار دره،جُبګۍ او پتنګ سیمه کې خلک له مالي او ځاني زیان سره مخ شوي. کورونه یې نړولي دي. یو کس په شُلط کې مړ دی او ۴ په ودېرو کې او نورو سیمو کې هم شته.»

بل لورته بیا په نورستان کې طالب چارواکي وایي زلزلې په دې ولایت کې هم ۲ تنه سخت ژوبل کړي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

د امريکا متحده ايالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې د معلوماتو په اساس د رېښتر په کچه د دغه ۵.۳ درجې لويې زلزلې مرکز ننګرهار ولایت دی.

له دې وړاندې ورته شدیدې زلزلې د سرطان په لومړۍ نېټه د پکتیکا ولایت ولړزوه، چې د طالبانو د مالوماتو پر اساس په هغه پېښه کې۱۵۰۰ تنه مړه او ۲۰۰۰ تنه نور ټپيان شوي وو.

د رسنیو د وروستیو مالوماتو پر اساس په وروستیو دوو میاشتو کې د طبعي پېښو له امله په ټول  هېواد کې د سېلابونو او زلزلو له امله ۱۵۷۰ تنه وژلي او ۲ میلیارده ډالر مالي زیان یې اړولی دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې طبعي افاتو په ټول هېواد کې عام خلک سخت وځپل او زرګونه کورنۍ له مالي او ځاني زیانونو سره مخ شول، چې اوس بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.