فرهنګ او هنر

مزارشریف د ایرانیو او افغان هنرمندانو د ګډ نندارتون کوربه

په دغه درې ورځني نندارتون کې چې د خطاطۍ او نقاشۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د هنرمندانو اثار چې ډېری یې د افغانانو دي نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون جوړوونکي د نندارتون موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ګڼلي او ټینګار یې کړی چې په مزارشریف ښار کې دغه نندارتون د دواړو هېوادونو د هنرمندانو د کلتور او هنر د ملاتړ لپاره جوړ شوی دی.

هغوی ټینګار کوي چې دغه نندارتون له هنرمندانو د ملاتړ ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجریو شریکولو او د پېژندګلوۍ زمینه برابرولای شي.

په مزارشریف ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکونسل سید حسن یحیویي چې په دغو مراسمو کې یې حضور درلود، نړیوالو ته د افغانانو د ريښتینې څېرې د ورپېژندلو لپاره د هنرمندانو د رول پر ارزښت په تینګار سره وویل: «له افغانانو ناسم اخیستون د دغو خلکو په حق کې ظلم دی. افغانان پیاوړي او مېړني خلک دي.»

د افغانستان د ایینې هنری او ادبي ټولنې مدیر سید سکندر حسیني هم د دغه نندارتون د خطاطۍ اثارو په اړه وایي: «په دغه نندارتون کې د افغان خطاطانو له خوا د قرانکریم لیکل شوي اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.»

د دغه نندارتون په څنډه کې مشاعره هم وشوه؛ دا غونډه چې د بلخ د شاعرانو او فرهنګیانو ترمنځ ترسره شوه او د علم او کلتور د غني کولو او د ادبیاتو د ودې لپاره به مناسب فرصت رامنځته کړي.

شاعر او لیکوال صالح محمد خلیق په دې اړه وویل: «د شعر ویلو مراسمو جوړول زموږ د ټولنې له فرهنګ جوړونې سره مرسته کوي او شاعرانو ته دا فرصت ورکوي، چې خپل اثار له نقد سره مخ کړي.»

د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړنی ګډ نندارتون دی چې په هغه کې د دوو هېوادونو د هنرمندانو هنری اثار نندارې ته اېښودل کېږي.