افغانستان

د افغانانو لپاره د بیا مېشتولو پر پروګرام د امریکا بیا کتنه

د جو بایډن د دولت یوه لوړپوړي غړي ویلي، د امریکا دولت پرېکړه کړې چې له څو موردونو پرته د افغانانو د بیا مېشتولو پروګرام دروي.

د هغه په وینا د بایډن دولت به له دې وروسته “د کورنیو یو ځای کولو او د امریکا د دایمي اقامت ترلاسه کولو ته لومړیتوب” ورکړي.

د پالیسۍ دغه بدلون وروسته له هغې شوی چې موده مخکې د دغه هېواد د کانګرس غړو او د پناه غوښتکونو ملاتړو بنسټونو د ښاغلي بایډن پر دولت د امریکایي سرتېرو د وتلو پرمهال د هغو افغان وګړو چې د طالبانو تر ګواښ لاندې دي د تخلیې د ناسم مدیریت له امله نیوکې کړې دي؛ خو د بایډن دولت د افغانانو د تېر کال تخلیه چې نږدې ۹۰ زره یې په امریکا کې بیا مېشت شوي دي «لوی بریالیتوب» بولي.


د امریکا دولت نوې پالیسي «دوامداره هرکلی» نومول شوې ده.


د دغې تګلارې له مخې د امریکا دولت به له ځینو مواردو پرته افغانانو ته د بشردوستانه وېزو ورکول ودروي.


د سپينې ماڼۍ ویاند کارین ژان ‌پير د پنجشنبې پر ورځ وویل: «موږ یوه نوې بېلګه ټاکو چې له مخې به یې افغانان له ځنډ پرته د کډوالۍ بنسټونو په مرسته په مستقیمه توګه هغو سیمو ته ولېږدول شي چې هلته مېشتېږي.»


د دغه چارواکي په وینا: بیا کتل شوی سیاست به د امریکایي وګړو د کورنیو غړو پر ځای پر ځای کولو، د ګرین کارت لرونکو او پر هغو افغانانو چې د کډوالۍ څانګړې وېزې (SIV) لري متمرکز وي.


دغه اصلاح شوی سیاست د دولت او د هغې ډلې ترمنځ چې له امریکا سره د افغان پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو او تخلیې په برخه کې مرسته کوي (افغان اواک AfganEvac) له څو میاشتو خبرواترو وروسته ترسره کېږي.


د دغه ایتلاف رییس شاون ون ډایور وویل: «دا زموږ لپاره لویه پرېکړه ده.»


هغه زیاته کړه چې دولت تر اوسه د SIV پروګرام او بیا مېشتولو الوتنو ښه کولو ته اړتیا لري.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د جمهوري نظام په ړنګېدو سره زرګونه افغانان چې د امریکا له دولت سره یې یو ډل کاري اړیکه لرله د امریکا د وېزو اخیستو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.