افغانستان

مولوي مجیب الرحمن انصاري څوک و؟

مولوي انصاري د هېواد په لوېدیځ کې د طالبانو یو اصلي ملاتړی و او د توندو څرګندونو له امله ډېر مشهور شوی و. هغه اسلامي زده کړې په عربستان کړې وې او له همدې امله یو «سلفی» عالم ګڼل کېده.

د مجیب الرحمن ژوند او دریځ ته کتنه

مجیب الرحمن انصاري د محمد رفیق انصاري زوی په ۱۳۶۲ هجري لمریز کال کې د هرات په ګازرګاه سیمه کې نړۍ ته راغۍ.

هغه په ۱۳ کلنۍ کې د دیني علومو زده کړه پیل او په ۱۹ کلنۍ کې د دغې دورې له بشپړولو وروسته د سیمې د خلکو له خوا د هرات د ګازرګاه جومات د خطیب په توګه وټاکل شو.

مولوي انصاری د حدیث علومو زده کړې ته تر ۱۳۸۹ کاله پورې دوام ورکړ او وروسته له هغې د هرات په انصار مدرسه کې د دیني علومو پر تدریس بوخت شو او د ژوند تر پایه د دیني علومو د تدریس ترڅنګ د ګازرګاه جامع جومات خطیب هم و.

انصاري د جمهوریت پرمهال د حکومت پرضد د سختو څرګندونو له امله دوه ځله له څېړنو سره مخ شو او د ملي امنیت د عمومي ریاست له خوا له زیاتو فشارونو یې عربستان ته پناه یوړه؛ خو موده وروسته بېرته هرات ته راستون شو.

هغه د دې ترڅنګ چې په ګازرګاه جومات کې خطیب و، د یوې دیني مدرسې د مدیریت مسوولیت یې هم پرغاړه درلود او لومړنی کس و چې د جمهوریت پرمهال یې په هرات کې د طالبانو بیرغ پورته کړ او تل یې په خپلو خبرو کې د هغه وخت پر حکومت نیوکه کوله. د جمهوریت نظام یې کفري باله او خلک یې د جمهوریت پرضد جهاد ته هڅول. هغه په خپلو خبرو کې له طالبانو څخه سخت ملاتړ کاوه.

مولوي مجیب الرحمن انصاري په هرات کې ډېر توندلاري پیروان لرل هغه چې د هرات په ګازرګاه سیمه کې یې ژوند کاوه، د سیمې اوسېدونکو لپاره یې خپل ځانګړي دستورات رامنځته کړي وو او حکومت ته یې د ده تر ولکې لاندې سیمې د څېړنې اجازه نه ورکوله.

مولوي انصاري تل په خپلو بیانونو کې د شرعي حدودو پر پلي کېدو ټینګار کاوه او ځینې اعلامیې یې هم خپرولې.

د جمهوریت له ړنګېدو او د طالبانو له راتګ سره مولوي انصاري د طالبانو ترمنځ ښه مقام ترلاسه کړ او د طالبانو لوړپوړو چارواکو هغه ته ځانګړی درناوی درلود. هغه د علماوو په ناسته کې چې په کابل کې د طالبانو له خوا ترسره شوه وویل چې د طالبانو د مخالفانو سرونه دې پرې شي.

په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو له حکومت سره د مولوي انصاري اړیکې ترینګلې شوې او د طالبانو له خوا د مولوي انصاري د نیولو په اړه خبر هم خپور شو چې وروسته بیا رد شو.

د مولوي انصاري پایله

د هرات د ګازرګاه جومات جنجالي خطیب مجیب الرحمن انصاري نن د ګازرګاه جومات د دروازې په مخ کې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

سرچینې آمو تلویزیون ته وايي چې دغه چاودنه د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

په همدې حال کې هرات کې د طالبانو د والي ویاند حمیدالله متوکل د نن ورځې په چاودنه کې د مجیب الرحمن انصاري د وژل کېدو خبر په تاییدولو سره ویلي چې په دغه پېښه کې څو تنه ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې په دغه پېښه کې د مجیب الرحمن انصاري ورور له ۱۸ تنو نورو سره مړه او ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دغه خبر په تایید سره یوه ټویټ کې ولیکل: «له بده مرغه د هېواد زړور او نامتو عالم مولانا مجیب الرحمن انصاري په خپل جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال د دښمنانو په برید کې شهید شو. د افغانستان اسلامي امارت په دې اړه خپله ژوره خواخوږي څرګندوي، د دغه لوی جنایت ترشا عاملین به د خپلو ناوړه کړنو سزا ته ورسوي. انشاءالله.»

ویل کېږي مجیب الرحمن انصاري له چاودنې مخکې له ملا برادر سره چې هرات ته یې سفر کړی لیدنه لرلې ده.