نړۍ

ګورباچف د سولې سړی او له افغانستانه د شوروي د وتلو لامل

میخائیل گورباچف

د شوروي اتحاد اتم او وروستی مشر میخاییل ګورباچف د ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۸ په ۹۱ کلنۍ په مسکو کې ومړ.

ګورباچف کابو څلور لسیزې مخکې د «شوروي اتحاد» وروستی ولسمشر و چې له افغانستانه د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو پرمهال یې د شوروي مشري په لاس کې لرله.

ګورباچف څوک دی؟

میخاییل ګورباچف په ۱۹۳۱ کال کې د پخواني شوروي استاوروپول ته نږدې پریولنویه کلي کې نړۍ ته راغۍ. هغه له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي اتحاد د کمونیست ګونډ عمومي سرمنشي او له ۱۹۸۸ تر ۱۹۹۱ کال پورې د شوروي اتحاد د دولت رییس و.

ګورباچف له ۱۹۸۸ تر ۱۹۸۹ کاله د شوروي د عالي شورا د ریاست پلاوي د غړي په توګه، له ۱۹۸۹ تر ۱۹۹۰ کاله د شوروي د عالي شورا د رییس او له ۱۹۹۰ تر ۱۹۹۱ کاله پورې د شوروي اتحاد د ولسمشر په توګه کار کړی دی.

ګورباچف لومړۍ د مارکسیسم ـ لنینیسم ایډیولوژۍ نظر ته ژمن و؛ خو د ۱۹۹۰ لسیزې له پیله د سوسیال ډیموکراسۍ ته لېواله شو.

هغه په ۱۹۸۸ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو له اعلان سره سم اعلان وکړ چې د شوروي اتحاد نور له ډکترین برژنف څخه پیروي نه کوي او د ختیځ بلاک هېوادونه د بهرنیو مسایلو په اړه د پرېکړې کولو ازادي لري.

ګورباچف او افغانستان

ګورباچف د شوروي ځواکونه له یوې اوږدې جګړې وروسته چې په افغانستان کې د ۴۹ زره او ۸۹ سرتېرو د بې درکه کېدو او ټپي کېدو لامل شوه د ۱۳۶۷ کال په وري میاشت کې له دغه هېواده وایستل.

دغه ځواکونه چې شمېر یې ۱۰۰ زره تنه ویل شوی د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۳ چې د ۱۹۷۹ کال د دسمبر له ۲۴ سره سمون خوري د لیونید برژنف په امر افغانستان ته دننه شوی وو.

بي بي سي فارسي په یوه لیکنه کې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې خپره کړې ویلي چې د هغه وخت د ملګروملتونو سازمان عمومي سرمنشي دیه ګو کوردووز په خپل کتاب کې لیکلي چې د افغانستان د هغه وخت ولسمشر ډاکتر نجیب د لومړي ځل لپاره د شوروي دولت له مخکې تیاره شوې اعلامیه ده ته ښکاره کړې وه چې له افغانستانه یې د شوروي ځواکونو د وتلو پيل په ډاګه کاوه.

په دغه اعلامیه کې د شوروي د وتلو پیل د ۱۹۸۸ کال د مې ۱۵مه ټاکل شوې وه چې په لسو ورځو کې بشپړ کېده.

د بي بي سي په دغه لیکنه کې د دیه ګو ګوردووز له قوله راغلي: «ګورباچف د دې لپاره چې د افغانستان ولسمشر ته د شوروي وتل روښانه کړي نجیب‌الله یې مسکو ته وغوښت او هغه ته یې وویل چې ښه به وي د کابل حکومت په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ځان له افغانستانه د شوروي پوځ وتلو ته چمتو کړي که کابل تیار وي او که نه. شوروي به له افغانستانه ولاړ شي؛ نو ښه دا ده چې د خپل ځواک بنسټ پیاوړی کړئ.»

په دې لړ کې نړیوالو رسنیو د ګورباچف له قوله راوستي چې هغه ویلي: «زه مسوولیت له ځان څخه نه سلبوم، خو وجدان مې ارامه دی ځکه تر وروستۍ شېبې مې د شوروي له اتحاد څخه دفاع وکړه.»

د ګورباچف د مړینې په تړاو غبرګونونه

د نړي زیات شمېر سیاستوالو له دې جملې د نړۍ اوسنیو او پخوانيو مسوولانو د ګورباچف د مړینې له کبله د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړل.

د ملګروملتونو سازمان عمومي سرمنشي، د اروپایي اتحادیې مشر، دا مریکا ولسمشر جوبایدن، د انګلیس لومړي وزیر بوریس جانسن، د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون، د ایتالیا پخواني لومړي وزیر سیلویو برلوسکوني، د امریکا د کورنیو چارو پخواني وزیر کاندو لیزارایس، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژايوایجیان او د نړی ځینو نورو مشرانو او سیاستوالو د ميخاييل ګورباچف د مړینې له کبله غبرګونونه ښودلي دي.

د روسیې ځینو رسنیو د روسیې د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له قوله خبر ورکړی چې ولادیمیر پوتین د چهارشنبې پر ورځ د ګورباچف ټولو دوستانو او کورنۍ ته د تسلیت پیغام لېږلی دی.

په دې لړ کې، د ملګروملتونو سازمان عمومي سرمنشی انتونیو ګوتریش په یوه ټویټ کې لیکلي چې ګورباچف د تاریخ لار بدلوونکی و او ټینګار یې وکړ: «ګورباچف د سړې جګړې د پایته رسولو لپاره تر بل هر چا زیاتې هڅې وکړې او دغه روسی سیاستمدار یوازینی کس و چې د خپلې رهبري په وخت کې وتوانېد د تاریخ لار بدله کړي.»

د نړۍ نورو لوړپوړو چارواکو هم هغه سوله غوښتونکی انسان بللی دی.

له دې سره سم د استرالیا د لومړي وزیر دفتر د یوه رسمي لیک په خپرولو سره ویلي، چې ګورباچف اروپایي هېوادونه د شوروي حکومت له زندان څخه ازاد کړ او د سړې جګړې په پایته رسېدو کې یې مرسته وکړه.

په ۱۹۶۹ ـ ۱۹۷۷ کلونو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار هنري کي‌سینجر هم د بي بي سي تلویزیون له نړیوالې برخې سره په مرکه کې د میخاییل ګورباچف کړنه وستایله او ټینګار یې وکړ چې هغه د ټول بشریت په ګټه لوی کار کړی دی؛ خو بریالی نشو چې خپل ټول د پام وړ پروګرامونه پلي کړي.

ګورباچف په ۱۹۸۸ کال کې اعلان وکړ، چې د شوروي اتحاد نور له ډکټرین برژنف څخه پیروي نه کوي د ختیځ بلاک هېوادونه په بهرنیو مسایلو کې د پرېکړې کولو ازادي لري.

هغه څه چې ګورباچف لوېدیځ ته د اتل په توګه ښکاروي، له امریکا سره د روسیې د اړیکو ښه کول او هغه اقدامات دي چې د وسلو د کنټرول لپاره یې ترسره کړي دي. هغه اقدام چې په ۱۹۸۷ کال کې د اټومي ځواکونو د منځ مهاله ژمنې (ای ان اف) د لاسلیک لامل شو.

روسیه کې د ګورباچف منتقدان باوري دي چې اقتصادي سیاستونه، د سرچینو بې ځایه کارول او له دولتي سیستم څخه ناسمه ګټه اخیستنه په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي د پاشلتیا اصلي لاملونه وو.