سوداګري

هرات کې د ښځو د لاسي صنایع نندارتون جوړېدل

هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو لومړنی نندارتون د ملګروملتونو سازمان د کډوالو برخې په همکارۍ د «ودان» دفتر له خوا رامنځته شو.

بېځایه شویو او بېرته راستنو شویو او همداراز سوداګرو مېرمنو خپل محصولات چې مخکې یې د هغوی جوړول زده کړي وو په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.

د ودان دفتر د افغانستان د لاسي صنایعو پروژه یي مسوول حسن خان احمدزی وایي: «په دغه نندارتون د ښځو صنایع او د هغوی له خوا جوړ شوي توکي لکه غالۍ وودل، په لاسو ګڼډل شوي او داسې نور محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي او په هغه کې ۵۰ بېځایه شویو او کډوالو ښځو ګډون کړی دی.»

هغه په دوام کې وایي چې د روان زېږدیز کال تر پایه درې کورني او په امریکا کې دوه بهرني نندارتونونه د دغه دفتر له خوا رامنځته کېږي. موږ ښځو ته د بازار موندنې ترڅنګ د پېردونکو د غوښتنې پربنسټ د کیفیت لرونکو توکو د جوړولو روزنه هم ورکوو.

جوړونکي مسوولان په هرات کې د دغه نندارتون د رامنځته کولو موخه په هېواد کې دننه او بهر د ښځو له خوا د جوړ شویو محصولاتو لپاره بازار موندل ګڼي.

په همدې حال کې په هرات ولایت کې سوداګرې مېرمنې وایي چې د سوداګرۍ د ودې لپاره یې اړتیا ده چې په ملي او نړیواله سطحه لا زیات نندارتونونه رامنځته شي.

هرات کې یوه ښځه بنفشه احمدي چې یو کال کېږي د کلالۍ په برخې پر کار بوخته ده وایي: «هېله منده یم چې نندارتونونه همداسې دوام وکړي. زموږ لپاره ډېره ښه دي. په اوسني وضعیت کې چې اقتصاد هم ښه نه دی، اړتیا ده چې ښځې د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي او داسې پروژې په لار واچول شي او د ښځو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

عاقله رضایي چې د خامک خپل تولیدات یې دغه نندارتون ته راوړي دي د دغه نندارتون له رامنځته کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: «د ښځو لپاره ستونزې زیاتې شوې دي او د کار زمینه نشته، باید ملاتړ ترې وشي او پروړاندې یې شته محدودیتونه لیرې شي.»

هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته د نورو ستونزو ترڅنګ د ښځو د محصولاتو د پلور بازار کم شوی دی.

سوداګرې ښځې وایي چې اوسمهال یې د لاسي صنایعو پلور او فعالیت د پخوا په پرتله کم شوی دی او باید په هېواد کې دننه او بهر د هغوی د تولیداتو د پلور زمینه برابره شي.

د لوېدیځ زون د ښځو د لاسي صنایعو او د سوداګرۍ خونې رییسه نرګس هاشمي وایي: «دغې ادارې د ښځو د ملاتړ لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې او توانېدلي چې د ملاتړ لپاره یې ۴ زره ښځې حامي موسسو او بنسټونو ته معرفي کړي او ویې وګوماري.»

هغه په هېواد کې د کسبګرو ښځو د لارې پروړاندې یوازینۍ ستونزې د پلور بازار، روزنې او د خپلو تولیداتو د پرمختګ څرنګوالي لپاره د پوره پوهاوي نشتون ګڼي او وایي چې اوس د حامي بنسټونو په ملاتړ سره دغه ستونزې تر یوه بریده هوارې شوې او د دې په لټه کې دي چې د خپلو محصولاتو لپاره انلاین بازار پیدا کړي.

د جمهوري نظام له سقوط سره د افغان نجونو او او ښځو پروړاندې ګڼ محدودیتونه لګېدلي او هغوی خپله مخکینۍ ازادي نه لري.

په ادارو کې د ښځینه کارکوونکو له حضور څخه مخنیوی، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل او په تلویزیونونو کې پر ښځینه ویندویانو لګول شوي محدودیتونه په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو له خوا د لګېدلو محدودیتونو یوازې یوه برخه ده.