رویټرز د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره ښايي امریکا ته د افغانستان د اتباعو پر سفر بندیز ولګوي.
رویټرز د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې چې دا د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه ده او تمه کیږي چې د راتلونکې اوونۍ له پیل راهیسې امریکا ته د افغانستان او پاکستان د وګړو د سفر مخه ونیول شي. رویټرز همداراز ټینګار کړی چې دا نوی بندیز ښايي د بیا میشتېدو او انتقال بهیر ته چې لسګونه زره افغانان امریکا ته د ورتګ هڅه کوي، هم زیانمن کړي.
رویټرز د دریو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د ځینو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان اتباعو د سفر د بندیز غوښتنه کړې ده.
د رویټرز د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، امریکا ته د افغانستان او پاکستان د اتباعو د سفر د بندیز غوښتنه کړې ده. درې باخبره سرچینې تاییدوي چې دا بندیز؛ ښايي د روانې اوونۍ په اوږدو کې متحده ایالاتو ته د افغانستان او پاکستان د اتباعو د تګ مخه ونیسي.»
رویټرز ټینګار کړی چې د ټرمپ نوی مهاجرتي بندیز به احتمالاً د هغو لسګونو زرو افغانانو د بیا مېشتېدو او انتقال بهیر ته هم زیان ورسوي، چې امریکا ته د تګ هڅه کوي او د کلونو لپاره یې په افغانستان کې له امریکایانو سره کار کړی دی.
د متقاعدو امریکایي سرتېرو د ائتلاف مشر او د افغانایوک مسؤول، شاون ونډایور، وایي: «هیله لرو چې تر هغې چې د پناه غوښتونکو پروسه بېرته پیلېږي، لکه څنګه چې محکمې امر کړی، پناه غوښتونکي له دې بندیزه مستثنا شي. خو تر اوسه وروستی پرېکړه نه ده شوې. بیا هم موږ ته ویل شوي چې افغانستان، پاکستان او یو شمېر نور هېوادونه د بشپړ تعلیق په لېست کې شامل شوي دي. نو موږ هیله لرو چې دا پریکړه بدله شي.»
یو شمېر د بشري حقونو فعالان او افغان پناه غوښتونکي، چې د امریکا ته د تګ په تمه دي، د ټرامپ له ادارې غواړي چې دوی باید هېر نه کړي.
په همدې حال کې، په تېره یوه نیمه میاشت کې، یو شمېر امریکایي سناتورانو او د کډوالو اړوند سازمانونو د ټرمپ له ادارې غوښتنه کړې چې د افغان پناه غوښتونکو د انتقال بهیر، چې د امریکا متحدین ګڼل کېږي، ژر تر ژره بیا پیل کړي. یو شمېر سناتورانو د دې غوښتنې لپاره ټرامپ ته رسمي لیکونه هم لېږلي دي.