افغانستان

د هېواد په ګمرکونو کې د فساد په تور د لسګونه تنو نیول

د اسلام کلا ګمرک انځور

د ګمرکونو عمومي رییس وايي چې لسګونه تنه د فساد په تور نیول شوي او دوسیې یې محکمې ته لېږل شوې دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید په دې اړه وویل: «دغه کسان مو محکمې ته ولېږل چې ډېری یې په عمومي ریاست، د کابل ګمرک، بلخ ګمرک، د هرات ګمرک او په نورو ګمرکونو کې دي او نیول شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روڼتیا نړیوال سازمان شنبه د روان کال د زمري پر ۲۹ د خپل کلني راپور په خپرولو ولیکل چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶۵ مقام څخه په ۲۰۲۱ کال کې ۱۷۴ مقام ته سقوط کړی دی.

دغه سازمان افغانستان ته له فساد سره د مبارزې په برخه کې له ۱۰۰ یوازې ۱۶ امتیازونه ورکړي دي.

افغانستان یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالر پوروړی دی

د طالبانو د مالیې وزارت چارواکي وایي چې افغانستان له هېوادونو او سترو مالي بنسټونو څخه یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالر پوروړی دی.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاتوي چې د افغانستان د پورونو کچه یو میلیارد او ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او دغه وزارت هڅه کوي چې د دغو پورونو یوه برخه ورکړي.

د دغه وزارت د خزانو عمومي رییس نصرت الله محمود ویلي: «د جمهوریت له دورې څخه کابو ۱.۴ میلیارد ډالر پوروړي وو چې اوږدمهاله پور دی؛ یعني اړتیا نشته چې په لنډ وخت کې ورکړل شي. په تېر یوه کال کې کابو ۶.۱ میلیون ډالر یې ورکړل شوي دي.»

پخوا د مخکیني حکومت د عوایدو زیاته برخه د ګمرکونو له خوا لاسته راتله او معمولاً له همدې لارې د پورونو یوه برخه ورکول کېده.

افغانستان کې فساد د پخوا په پرتله څو برابر زیات دی

سیاسي او د حکومتولۍ کارپوهان په دې باور دي چې اوسمهال په ډېره کچه فساد شته او سیاسي فساد چې د ژبې، قوم او مذهب پربنسټ له تخصص پرته کسانو ګومارل دي څو برابره زیات شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه شفیق الله شفیق په دې اړه ټینګار کړی: «په اوسني حکومت کې سیاسي فساد څو برابره زیات لیدل کېږي. سیاسي فساد؛ یعني په حکومتي بنسټونو کې له تخصص پرته کسانو او کارکوونکو ګومارل چې په ټول حکومت کې روان دی. په اوسني وضعیت کې د ازادو رسنیو او څارونکو سازمانونو د نشتون له امله نه شو کولای ووایو چې مالي فساد د پخوا په پرتله کم شوی. په ګمرکونو او مالي سرچینو کې فساد شته او له حکومتي سرچینو او کانونو څخه ډله ییزه ګټه اخیسته د فساد نښې دي چې په اوسني وضعیت کې لیدل کېږي.»

د مالیې وزارت شمېرې ښیي چې طالبانو په تېر یوه کال کې ۱۵۱ میلیارډ افغانۍ عاید لرلی او روښانه نه ده چې د دغو پیسو څومره اندازه په ګمرکونو کې حیف او میل شوې دي.

له دې مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې ځینو کارپوهانو ویلي وو چې د افغانستان ګمرکونه د حقاني شبکې او کوېټه شورا ترمنځ وېشل شوي دي او ملا عبدالغني برادر او سراج الدین حقاني ته نږدې څېرو د هېواد عاید لرونکې سرچینې سره وېشلې دي.