نړۍ

د عراق وروستي بدلونونه؛ د بغداد پر خونړۍ شپه شل مړه او ۳۵۰ ټپيان شول

د تېرې ورځې په مازدیګر له هغې وروسته چې عراقي اعتراض کوونکي د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتل په دې هېواد کې تاوتریخوالی زیات شو او د نړیوالو رسنیو د رپوټ له مخې بغداد خونړۍ شپه تېره کړه.

رویټرز خبري آژانس په عراق کې د دوشنبې ورځې په نښتو کې شل تنه مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شول.

له بلې خوا د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي د عراق د پېښو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره په دې هېواد کې د تاوتریخوالي د درېدو غوښتنه کړې ده.

د عراق روغتیايي سرچینو رپوټ ورکړی چې د بغداد د پلازمیني په شنه سیمه کې (هغه سیمه چې بهرني سفارتونه پکې دي) د دوشنبې په نښتو کې شل تنه وژل شوي او ویل کېږي چې یو شمېر ددغه هېواد امنیتي ځواکونه دي.

همداراز رپوټ ورکړل شوی چې ددغو نښتو د ټپیانو شمېر هم ۳۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

په عراق کې نښتې د مقتدا صدر له څنګته کېدو وروسته د بغداد شنې ساحې ته د صدر د پلویانو له ورتګ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د دوی له ننوتلو وروسته پیل شوې.

شیعه دیني عالم او د عراق سیاسي شخصیت مقتدی صدر دوشنبې په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې د تل لپاره له سیاست څخه مخه ښه کوي.

د امنیتي ځواکونو له مخنیوي سره سره پر شنې ساحې د مقتدی صدر پلویانو له یرغل او په دې هېواد کې حساسو دولتي دفترونو ته د دوي په ورتلو سره، د فرانسې خبري آژانس رپوټ ورکړی چې په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

له هغې وروسته چې په شنه ساحه کې نښتې زیاتې شوې امنیتي ځواکونه د دولتي ځایونو او بهرنیو سفارتونو د ساتنې لپاره په سیمه کې زیات شول.

همداراز په شنه ساحه کې د چاودنې غږ د اورېدو او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه د توغندي د لګېدو په اړه هم راپورنه خپاره شوي دي.

العربیه خبري آژانس هم په دغو نښتو کې د دوو عراقي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړ.

له دې سره په یو وخت سومریه عراقي خبري شبکې رپوټ ورکړی چې د عراق د فډرال پولیسو رییس احمد حاتم الاسدي د دوشنبې ورځې د نښتو پرمهال ټپي شوی دی.

دغې شبکې د یوې ناپېژانده سرچینې له قوله ویلي چې اسدي له خپل یوه پوځي سره ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د دوشنبې پر ورځ د ډزو منع کولو حکم صدر کړ.

هغه همداراز په خپل وار سره د صدر ډلې له مشر مقتدی صدر څخه وغوښتل چې له خپلو پلویانو وغواړي چې دولتي ودانۍ پرېږدی.

له ناارامۍ وروسته د عراق لومړي وزیر د کابینې فعالیت تر بلې خبرتیا ودراوه.

د مقتدی صدر لوږتړ

د عراق په پارلمان کې د صدر ډلې د مستعفی فراکسیون رییس حسن العذاري وویل، مقتدی صدر اعلان کړی «ترڅو چې تاوتریخوالی او د وسلې کارول ونه درول شي» لوږتړ کوي.

د صدر دغه اطلاعیه د ۷۲ ساعته وخت له پایته رسېدو وروسته چې د جمعې پر ورځ سترې محکمې ته د پارلمان د انحلال لپاره ورکړل شوی و، اعلان شوه.

بغداد کې د وضعیت د ارامتیا لپاره د خبرو اترو پیل

له کړکېچونه سره سم خبرو سرچینو الجزیرې ته وویل چې اوسمهال د دولتي چارواکو او د عراق د شیعیانو د همغږۍ په چوکاټ کې د مشرانو او صدر بهیر سره خبرې اترې کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، اوسني مذاکرات هغې هوکړې ته د درسېدلو لپاره د څېړنو لپاره دي چې په شنه سیمه کې د اوربند لامل شي.

د بغداد د بدلونونو پروړاندې د ملګروملتونو سازمان دریځ

اخوا د ملګروملتونو سازمان عمومي سرمنشي انتونیو ګوترش د بغداد په شنه سیمه کې د نښتو په غبرګون کې اعلان وکړ، چې په اندېښنې سره خبرونه څاري.

ګوترش په عراق کې د «ارامتیا او زغم» غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي سرمنشي ویاند اسټیفن دوجاریک په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: «عمومي سرمنشي په عراق کې روان اعتراضونه چې له امله لاریونوال دولتي ودانیو ته دننه شوي دي په اندېښنې سره څاري.»

هغه وویل: ګوترش «په ځانګړې توګه د نښتو د تلفاتو راپورونو ته اندېښمن دی او له ټولو ښکېلو لوریو څخه غواړي چې د پایته رسېدو لپاره بېړني اقدامونه او له هرډول تاوتریخوالي څخه ډډه وکړي.»