سوداګري

په تخار، کندز او بغلان کې د سوداګرو مېرمنو جبري په کور کېنول

د جمهوریت په دوره کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پراخ شو. په دې لړ کې د هېواد په شمال ختیځ زون کې هم ښځو د لاسي صنایع او کرنیزو توکو په برخو کې خپل فعالیت زیات کړی و؛ خو اوس د جمهوریت په سقوط سره، ستونزمنو شرایطو ته په پام سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په اقتصادي فعالیت کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

په کندز کې د سوداګرې مېرمنې لطیفې روایت

د جمهوریت پرمهال په کندز ولایت کې چې په سختو دودونو سره تل د ښځو فعالیت پکې محدود و، سره له دې هغه مهال زیات شمېر مېرمنې په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې وې.

یوه دغه سوداګره مېرمن لطیفه وايي: «زه د جمهوریت پرمهال د خیاطۍ او ګلدوزۍ په شان لاسي صنایعو په برخه کې په کار بوخته وم او شل ښځې زما په کارخونه کې راسره په فعالیت بوختې وې؛ البته هغه مېرمنې چې زما په کارخونه کې یې کار کاوه، اقتصادي وضعیت یې دومره ښه نه و او یوه اندازه معاش مې چې ورکاوه خپلې ورځنۍ اړتیاوې یې پرې برابرولې او په هماغه کم معاش یې قناعت کړی و، زموږ کار ښه پرمخ روان و، د مشتریانو له خوا هم سپارښتنې هره ورځې زیاتېدې.»

نوموړې زیاتوي: «زما د کارخونې د فعالیت له پيلېدو یو کال وروسته، د کندز ښار شاوخوا جګړه پیل شوه، البته له دې مخکې د کندز ټولې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې وې، کله چې جګړه زیاته شوه، زما د کارخونې فعالیت هم کم شو او سپارښتنې هم نه وې؛ یعنې ویلای شو چې کارخونې مې سقوط وکړ، ما ټولو هغو مېرمنو ته چې زما سره یې کار کاوه وویل چې نور د دوی د معاشونو د ورکړې وس نه لرم او ترې ومې غوښتل، د جګړې تر پای ته رسېدو په تمه شي. ډېرې سختې ورځې مو تېرې کړې او شپه او ورځ موږ د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دعا کوله. بالاخره کندز سقوط وکړ او ټولې هیلې او موخې مې له خاورو سره خاورې شوې.»

دغه سوداګره مېرمن وایي: «د جمهوریت له سقوط وروسته مې کارخونه بنده کړه او اوس شرایط ډېر سخت شوي او په دې شرایطو کې فعالیت ناشونی دی. زه بیا هم هیله منه یم چې موږ ته د تېر په شان د فعالیت زمینه برابره شي.»

موږ غوښتل په دې اړه د کندز ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې د مسوولینو نظر هم ترلاسه کړو؛ له پراخو هڅو سره سره بریالي نه شوو؛ خو له دې مخکې د کندز ولایت د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولینو ویلي و چې د جمهوریت پرمهال لسګونه سوداګرو مېرمنو فعالیت درلود او اوس په دې ولایت کې هېڅ سوداګره مېرمن نشته.

په بغلان کې هېڅ سودګره مېرمن فعالیت نه لري

د بغلان ولایت یوه سوداګره مېرمن مدینه انوري وايي چې په دې ولایت کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت د جمهوریت پرمهال پيکه و او اوس هېڅ نشته.
مېرمن انوري زیاتوي: «د جمهوریت پرمهال، ما د خیاطۍ یوه کارخونه لرله چې څه د پاسه لسو ښځو پکې کار کاوه؛ البته باید ووایم چې هغه مهال هم له ګڼو سونزو او ننګونو سره مخ وو؛ خو سره له دې مو فعالیت کاوه چې له بده مرغه د جمهوریت له سقوط وروسته مې هېواد پرېښود او د خیاطۍ کارخونه مې بنده شوه.»

نوموړې وایي چې په بغلان ولایت کې د جمهوریت دورې پرمهال د سوداګرو مېرمنو شمېر اویا تنه و چې د نظام په سقوط سره د دوی کار هم سقوط کړی دی.

تخار د سوداګرو مېرمنو له حضوره تش شوی

د تخار ولایت یوه سوداګره مېرمن نسترن امیري وایي: «ما د خپلو څو دوستانو په همکارۍ د شپږو میاشتو لپاره د ۵۰ بې وزله ښځو لپاره د خیاطۍ د زده کړې مرکز جوړ کړ چې له فراغت وروسته یې کولای شوای په خپلو سیمو کې د خیاطۍ کاروبار وکړي.»

هغه زیاتوي: «د جمهوریت پرمهال په تخار ولایت کې څه د پاسه سلو سوداګرو مېرمنو فعالیت درلود او اوس زما په دې ولایت کې هېڅ سوداګره مېرمن فعالیت نه لري.»

له بلې خوا، په دې ولایت کې کارپوهان په دې اند دي، که د سودګرو مېرمنو لپاره وضعیت همداسې دوام وکړي، د دوی د بیا فعالیت لپاره به هېڅ هیله مندي نه وي.

اخوا، د تخار د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وایي چې دوی په دې ولایت کې د سوداګرو مېرمنو د فعالیت لپاره د زمینې برابرولو لپاره هڅې کوي.

په بدخشان کې سوداګرې مېرمنې لا هم بوختې دي

خو په بدخشان ولایت کې د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله شرایط بل ډول دي. په دې ولایت کې لا هم لږ شمېر سوداګرې مېرمنې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
ضیاګل په بدخشان ولایت کې یوه سوداګره مېرمن ده. هغه وایي: «اوسمهال لږ شمېر سوداګرې ښځې فعالیت لري؛ خو د جمهوریت په وخت کې په دې ولایت کې ۱۵۰ سوداګرو مېرمنو فعالیت درلود او اوس له دې جملې کابو اتیا تنه یې په کار بوختې دي.»

ضیاګل زیاتوي: «څو میاشتې مخکې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره د لاسي صنایعو او ګرانبیه او نیمه ګرانبیه ډبرو نندارتون جوړ شو چې موږ هم خپل محصولات او تولیدات پکې نندارې ته کېښودل؛ البته ددغه راز نندارتونونو جوړېدل ډېر ګټور دي.»

دا په داسې حال کې دي چې د جمهوریت پرمهال هم په شمال ختیځ زون کې سوداګرې مېرمنې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وې؛ خو په هېواد کې د جمهوریت له سقوط وروسته، په درېیو بغلان، کندز او تخار ولایتونو کې د سوداګرو مېرمنو فعالیت درېدلی او یوازې په بدخشان ولایت کې اتیا تنه سوداګرې مېرمنې په فعالیت بوختې دي.