افغانستان

د امریکا کانګرس یو شمېر غړي: د افغان پناه غوښتونکو د کار ځنډول د امریکا باور زیانمنوي

امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د تګ پروسې تر ځنډېدو وروسته، د غبرګونو په تازه څپه کې، د دې هېواد د کانګرس یو شمېر غړي او د «افغان‌ایوک» ائتلاف چې د امریکا پخوانیو سرتېرو لخوا جوړه شوې ده، خبردارۍ ورکوي چې د افغان پناه غوښتونکو د کار ځنډول د امریکا باور زیانمنوي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې پاکستان کې امریکا ته د تګ په انتظار ناست دي، وايي چې د انتقال د پروسې تر ځنډېدو وروسته، اوس دوی له نا روښانه او نا معلوم وضعیت سره مخامخ دي.

امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ د پروسې ځنډېدل چې له دوی څخه د امریکا د متحدینو په نامه یادونه کېږي، په دې ورځو کې د غبرګونونو نوې څپه راپارولې ده. تازه د امریکا د کانګرس غړي مایکل مک کال، له سي‌بي‌اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې متحده ایالات باید خپلې ژمنې پوره کړي او هغه افغانان چې کلونه یې له امریکا سره کار کړی، باید امریکا ته ور وبلي او په خبره یې چې که چیرې متحده ایالات خپله دغه ژمنه پوره نکړي نو په راتلونکو شخړو کې به هېڅوک پر دوی باور ونکړي.

ښاغلي مک‌کا وویل: «دغه کسان هغه ژباړونکي دي چې زموږ له پوځیانو سره د جګړو په میدانونو کې یې ګډون کړی. دوی ځانګړې مهاجرتي ویزې لري، لکه پی‌ون او پی‌ټو او زما ټینګار دا دی چې دوی باید د ځانګړې مهاجرتي ویزې یا اس‌آی‌وي پروګرام تعقیب کړي، او باید ووایم چې دوی تایید شوي دي، د ځينو نورو ډلو په خلاف، هغوی زموږ سره د طالبانو پر ضد همکاري کړې ده، چې په خواشینی سره بایدن د دوی پر وړاندې تسلیم شو. موږ باید خپلې ژمنې پوره کړو که نه، په راتلونکو شخړو کې به هېڅوک پر موږ باور ونکړي.»

سربېره پر دې، د امریکا د کانګرس یو بل غړي اسکاټ پیټرس په خپله اېکس‌پاڼه کې په یوه یادښت کې د هغو افغانانو د پرېښودو په اړه خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو سره یې همکاري کړې. هغه ویلي چې د دوی پرېښودل به د امریکا باور ته زیان ورسوي.

اسکاټ پیټرس وایي: «ولې موږ لا هم هغه زرګونه افغانان چې زموږ سره یې د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه اخیستې او تایید شوي دي، له هېواده بهر پریږدو؟ او هغو کسانو ته چې پناه غوښتنې په شرایطو برابر نه دي؛ پناه ورکړو؟ زموږ د افغان متحدانو پرېښودل، فعاله پوځي ځواکونو ته خطر پيښوي او باور زیانمنوي.»

ورته مهال د «افغان‌ایوک» ائتلاف چې د امریکا له پخوانیو سرتېرو جوړه ده، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت، دفاع او کورنیو وزارتونو ته په یوه ګډ لیک کې له دوی غوښتي دي چې امریکا ته د افغان پناه غوښتونکو د ورتګ بهیر ژر تر ژره بیا پيل کړي.

د شاون وانډایور په مشری د «افغان‌ایوک» ائتلاف د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ وزیرانو هر یو، روبیو، نوم او هیګسټ ته یوه لیک استولی او خبردارۍ مو ورکړی چې د پایداره هرکلي یا د بیا مېشتېدنې پروګرام ځنډول د متحده ایالاتو ملي امنیت ته ګواښ دی. متحده ایالات باید یوه مانا ولري. زموږ د متحدانو پرېښودل راتلونکي جګړې سختوي. د دې وضعیت اصلاح مونږه خوندي، پیاوړی او امن کوي«.

متحده ایالاتو زرګونه هغه افغانانو ته چې افغانستان کې د امریکا د دوه لسیزو حضور پر مهال له دوی سره په بېلابېلو برخو لکه امنیت او پراختیايي پروژو کې کار کړی دی د خپلو متحدانو د میشتېدنې تر نامه لاندې د پی‌ون او پی‌ټو اواس‌آی‌وي په څېر ځانګړي مهاجرتي پروګرامونه جوړ کړې دي. خو سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ تر راتلو وروسته، د کډوالۍ د ټولو پروګرامونو د تعلیق ترڅنګ د افغانانو د کډوالۍ دغه ځانګړي پروګرامونه هم وځنډېدل.

اوس مهال د جاوېد په څېر زرګونه افغانان، امریکا کې د مېشتېدنې په موخه په پاکستان، قطر، البانیا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې انتظار باسي.

احمد جاوید کوهسار، د پي‌دوه مهاجرتی پروګرام لرونکی، وایي: «زه د خپلې دیارلس کسیزې کورنۍ سره څه باندې درې کلونه کېږي چې پاکستان کې ژوند کوم او امریکا ته د بیا میشتېدنې پروګرام ته انتظار باسم. سخت شرایط مو تېر کړل، هم له اقتصادي پلوه او هم د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو او بد چلند له امله، ډ‌ېر بد وضعیت مو درلوده.»

له دې وړاندې د ټرمپ د ادارې یو شمېر چارواکو د کډوالۍ د پروګرامونو له ځنډېدو څخه په ملاتړ، د ټرمپ د دې پرېکړې موخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د زیاتې ارزونې او په دې بهیر کې ښه شفافیت یاد کړی و.