د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، چې د دې وزارت محتسبانو په تخار او فاریاب ولایتونو کې ۴ تنه “د موسیقۍ په سبک د نعت لوستلو” په تور نیولي دي.
د طالبانو د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د موسیقۍ په سبک د نعت لوستل “حرام او د تمسخر یوه بڼه” ده.
د آمو موندنې ښیي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو یوازې د روان لمریز کال د لیندي میاشتې په جریان کې، ۴۴ تنه، چې ۶ ښځې هم پکې شاملې دي، د بېلابېلو تورونو له مخې په بېلابېلو ولایتونو کې نیولي دي.