سوداګري

په کندز کې بوټ ګنډونکي: کاروبار مو خراب شوی

په کندز ښار کې یو شمېر بوټ ګنډونکي وايي چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې کار و بار کم شوی او ورځنی عاید یې ټیټ شوی دی. دوی زیاتوي چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي له امله ځینې کارګران چمتو دي چې د ورځې یوازې په سل افغانیو هم کار وکړي.

د کندز ښار په یوه څنډه کې، چې له کلونو راهیسې د بوټ ګنډونکو د کار ځای ګڼل کېږي، کسبګر شکایت کوي چې د پخوا په پرتله یې عاید کم شوی دی. هر یو د اقتصادي ننګونو او سختو شرایطو کیسه لري.

یو تن بوټ ګنډونکی وايي: «اسمان لوړ دی، ځمکه سخته ده، چیرته لاړ شو؟ بېچارګي او غریبي ده. موږ تر مازدیګره د سړک پر غاړه کار کوو. زه د لس کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه ګټونکی یم. څه وکړو؟»

لوړې بیې او د ژوند سخت شرایط

د ورځني عاید د کمښت ترڅنګ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د دغو کسبګرو ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

بل بوټ ګنډونکی وايي: «پخوا که به مو ۶۰۰ یا ۷۰۰ افغانۍ عاید درلود، نسبي ارزاني وه، او ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانۍ به مو سپما کولې، خو اوس که ۱۰۰۰ افغانۍ هم وګټو، ټولې د ورځني لګښتونو په سر خلاصېږي.»

د بشري مرستو محدودیت او د درملو کمښت

ځینې کسبګر شکایت کوي چې د اقتصادي ستونزو شدت یې دې ته اړ کړي چې د خوراکي توکو او درملو ترمنځ یو انتخاب وکړي. دوی وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو محدودیت هم پر دوی منفي اغېز کړی دی.

یو بوټ ګنډونکی وایي: «اوس زموږ په کور کې دوه یا درې کسان ناروغه دي، زه خپله هم ناروغه یم. د درملو پیسې نشته. یوازې ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ درمل برابرولی شم، یا به د کور لګښت پرې ورکړم.»

د دغو بوټ ګنډونکو د وینا له مخې، د دوی ورځنی عاید له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ افغانیو پورې دی، چې د کورنیو لګښتونه پرې نه پوره کېږي.

کارپوهان باور لري چې د هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، او د بېکارۍ لوړې کچې د کوچنیو کاروبارونو امکانات هم محدود کړي دي. دا وضعیت د هغو کسانو لپاره چې پر ورځني مزد باندې تکیه کوي، لا زیاتې ستونزې پیدا کوي.

دا یوازې د کندز د بوټ ګنډونکو د اقتصادي ستونزو یوه برخه ده، خو د افغانستان په ډېری برخو کې د ورته ننګونو راپورونه ورکول کېږي، چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی.