د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې متحده ایالات به د غزې تړانګه تر خپل کنټرول لاندې راولي او وروسته به یې د اقتصادي ودې لپاره پرمختیایي پروګرامونه پیل کړي.
رویټرز لیکلي چې د ټرمپ دا اقدام د امریکا د څو لسیزو پالیسي سره په ټکر کې دى چې واشنګټن يې د فلسطیني دولت او اسرائيلو ترمنځ د مناقشې په وړاندې لري.
د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د سهشنبې په ورځ د اسرائیل له لومړي وزير بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې؛ خو د خپل پلان جزئیات یې نه دي روښانه کړي.
د ولسمشر ټرمپ په بيانيه کې یادونه شوې چې له غزې څخه د فلسطینیانو د وتلو او نورو هېوادونو کې د هغوی د استوګن کولو موضوع هم مطرح ده. هغه د غزې تړانګه «د تخریب شویو سیمو» په توګه یاد کړې ده.
په راپور کې راغلي چې ټرمپ باید تمه ولري چې د امریکا همکاران او سیالان به د غزې د نېولو د هر ډول هڅې کلک مخالفت وکړي. د هغه وړاندیز دا پوښتنې راپورته کوي چې آيا سعودي عربستان، چې د منځني ختیځ یو ځواک دی، د امریکا له خوا د اسراٸیل سره د اړیکو د تاریخي عادي کولو لپاره د منځګړیتوب لپاره د نوي هڅو سره یوځای کېدو ته لېواله دی.
د یادونې وړ ده، چې په غزه کې د امریکا مستقیمه ښکېلتا د واشنګټن او د نړیوالې ټولنې د اوږدې مودې هغه پالیسۍ سره په ټکر کې ده، چې باور لري غزه به د راتلونکي فلسطیني دولت برخه وي چې اشغال شوی لوېدیځه غاړه به هم پکې شامله وي.
خو ټرمپ د خبریالانو ته ویلي: «متحده ایالات به د غزې تړانګه ونیسي، موږ به یې کنټرول کړو، او موږ به د ټولو ناچاودلو بمونو او نورو وسلو د شنډولو مسؤول یو.»