د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د چنګاښ ۴- د ۸ بجو خبرونه

ټاکل شوې ده چې د دوحې پروسې د کاري ډلې ناسته په څلورو ورځو کې ترسره شي.

په دوحه کې دوو لویدیځو ډیپلوماتیکو سرچینو آمو ته وویل چې د قطر په دوحه کې د طالبانو د پلاوي په شتون سره د خصوصي برخې په اړه د کاري ډلو دوهم پړاو او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د کاري ډلو دریم پړاو ترسره کولو لپاره چمتووالی روان دی.

مخکې له دې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم وویل چې دا ناستې د دوحې د ناستې د دریم پړاو د پریکړو یوه برخه ده.