د افغانستان د ملي کرېکټ لوبډلې غړی راشد خان د کرېکټ د نړۍ لومړی توپاچوونکی شوى.
هغه د نړۍ د کرېکټ په تاریخ کې د ۲۰ اوریزو سیالیو تر ټولو زیاتو وېکټو اخیستلو ریکارډ خپل کړی دی.
د راپورونو له مخې، راشد خان تر اوسه په ۲۰ اوریزو کرېکټ سیالیو کې ۶۳۳ وېکټې اخیستې دي.
نوموړي په دې اړه په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: «د خدای شکر ادا کوم چې یو بل لاستهراوړنه مې د کرېکټ په نړۍ کې ثبت کړه. هر څه چې یو د هېواد لپاره یو، او هر پرمختګ مو د هېواد لپاره دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې، د کرېکټ نړیوالې شورا راشد خان ته د ۲۰۱۷ کال د دویمې درجې هېوادونو غوره لوبغاړي لقب ورکړی و.
نوموړي همداراز پخوا د هند د کرېکټ غوره لیګ کې هم د ۲۰ اوریزو سیالیو غوره توپاچوونکي لقب خپل کړى و.