ورزش

جګړه ځپلي اوکراین ته له نهو میاشتو وروسته د فوټبال ورستنېدل

د اوکراین د پلازمیني کي ېف ښار له لیدونکو پرته لوبغالی له نهو میاشتو وروسته د دوو اوکرایني لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبې شاهد و.

په دغه سیالۍ کې نن سه شنبې د دونتسک شاختار او د ۱۹۲۵ متالیست لوبډلو سره لوبه وکړه.

لوبه صفرـ صفر پای ته ورسېده خو ددې هېواد د غوره لیګ د نوي فصل پيل و.

دا سیالي چې د اوکراین د غوره لیګ لومړۍ لوبه وه، د بیرغ له ملي ورځې سره په یو وخت په اوکراین کې پیل شوه.

دا په داسې حال کې دي چې په کي ېف کې د امریکا سفارت د اوکراین د خپلواکۍ کلیزې په راسېدو سره پر اوکراین د روسیې د پوځي بریدونو له احتمالي زیاتوالي وروسته، له امریکايي وګړو وغوښتل چې د امکان په صورت کې له دې هېواده ووځي.

دا په تېرو نهو میاشتو کې د دواړو لوبډلو لپاره لومړنۍ رسمي سیالي وه او په داسې حال کې چې د وضعیت په اړه د خواشینۍ څرګندې نښې ښکارېدې، دوی په زړه پورې لوبه وکړه چې په هغې کې شاختار لوبډله د ګول دروازې پر ستنې د میخائیلو په توپ سره بري ته نږدې شوې وه.

لوبه د روسیې د هوايي برید په اړه د خبرداري زنګونو له کړنګېدو سره سره بنده نه شوه، دا خبرداري لا هم په اوکراین کې یوه ورځنۍ چاره ده.

د اوکراین د شپاړسو لوبډلو د غوره لیګ ستنېدل، په اوکراین کې له وینې توېيدو او ورانۍ د نوي دقیقه یي دورې لپاره یو فرصت بلل شوی دی.