نړۍ

په یوه میاشت کې په پاکستان کې د امنیت ضد ۷۴ بريدونه شوي دي

انځور له آرشیف

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال د جنوري په میاشت کې، په ټول پاکستان کې د امنیت ضد ۷۴ بریدونه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، په دې بریدونو کې ۹۱ کسان، چې ۳۵ یې امنیتي ځواکونه، ۲۰ ملکي وګړي او ۳۶ وسله وال، چې د دغه هېواد د حکومت مخالف وو وژل شوي، او ۱۱۷ کسان، چې ۵۳ یې امنیتي ځواکونه، ۵۴ ملکي وګړي او ۱۰ وسله وال هم پکې شامل دي، ټپيان شوي دي.

د دغه انسټیټیوټ په وینا، په پاکستان کې «ترهګریز» بریدونه د تېرې میاشتې په پرتله پدې میاشت کې ۴۲ سلنه زیات شوي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي، چې د جنوري په میاشت کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۸۵ وسله وال مخالفين وژل شوي، چې دا د ۲۰۱۶ کال راهیسې د پاکستاني حکومت د وسله والو مخالفینو لپاره «دوهمه خونړۍ میاشت» وه.

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ زیاته کړې، چې په تېره میاشت کې تر ټولو زیات بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا ایالت په قبایلي سیمو کې ۱۹ ځانمرګي بریدونه شوي، چې له امله یې ۴۶ کسان وژل شوي، چې ۱۳ امنیتي ځواکونه، ۸ ملکي وګړي او ۲۵ وسله وال پکې شامل دي.

په ورته وخت کې، په تېره یوه میاشت کې په بلوچستان کې ۲۴ بریدونه شوي، چې ۲۶ کسان په کې وژل شوي، چې ۱۱ امنیتي ځواکونه، ۶ ملکي وګړي او ۹ وسله وال پکې شامل دي.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې په تېره میاشت کې دوه بریدونه شوي دي، چې په یوه کې یې یو امنیتي چارواکی ټپي شوی دی.