ورزش

ګلبدین نایب د ۲۰ اوریز نړیوال لیګ غوره لوبغاړی شو

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی ګلبدین نایب د ۲۰ اوریز نړیوال ليګ په شلمه سیالۍ کې د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.

هغه د دې مقام په ترلاسه کولو سره د يو زرو ۵۰۰ امریکایي ډالرو جایزه هم ترلاسه کړې ده.

ګلبدین ویلي چې دا جایزه به د افغانستان د فټنس او د بدن ښکلا ټیم مړ شوي غړي، علي رضا آساهي کورنۍ ته ډالۍ کړي.

علي رضا آساهي، چې دوه ځله يې د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې اتلولي ګټلې وه او د افغانستان د بدن ښکلا ټیم غړی و، د تېرې پنجشنبې (سلواغې ۴) په کابل کې د یوې ناروغۍ له امله ومړ.

د هغه مړی د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي کې خاورو ته وسپارل شو.

علي رضا آساهي په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې پرله‌پسې د بدن ښکلا په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډالونه وګټل، او د مخکښانو په کتګورۍ کې یې د هېواد لپاره ویاړونه ثبت کړل.