افغانستان

د ټرمپ مرستیال امریکا ته د افغان کډوالو د الوتنو د ځنډولو له پرېکړه دفاع وکړه

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ترمپ مرستيال جي ډي د هغو افغان وګړو د لېږد او بیا مېشتېدنې د الوتنو د ځنډولو له پرېکړه ملاتړ کړې چې امریکا ته د تګ په تمه وو.

نوموړي د «سي‌بي‌اېس» سره په مرکه کې ویلي، د هغو افغانانو دوسیې چې د امریکا د مهاجرتي ویزې غوښتونکي دي، د امنیت له پلوه په سمه توګه نه دي څېړل شوي، او دا چاره جدي اندېښنې را ولاړې کړې دي.

ښاغلي ونس په دې مرکه کې زیاته کړه: «زه نه غواړم چې زما ماشومان په داسې یوه سیمه کې ژوند وکړي چې هلته خلک د کره امنیتي څېړنو پرته ژوند کوي. که دا چاره د خپلو ماشومانو لپاره نه غواړم، د نورو امریکایانو لپاره یې هم نشم منلی.»

هغه په ضمني ډول د نصیر احمد توحیدي قضیې ته اشاره وويل، چې نوموړی افغان کډوال د امریکا په اوکلاهوما کې اوسېده او تورن دی چې د دې هېواد د ټاکنو په ورځ یې د تروریستي برید پلان جوړ کړی و. د هغه په وينا دا پېښه ښيي د افغان کډوالو د مهاجرتي دوسیو ارزونه «نیمګړې» ده.

دښاغلي ونس د «سي‌بي‌اس» خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې «دغه خلک خو ارزول شوي دي» وويل: «بالکل لکه هغه کس چې څو میاشتې مخکې یې په اوکلاهوما کې د تروریستي برید پلان درلود. ګومان کېږي چې هغه سم امنیتي ارزونه تېره کړې وه.»

نوموړي زیاته کړه چې د کډوالو په اړه ډېرې پروسې د کیفیت له پلوه ستونزې لري او د متحده ایالاتو حکومت نشي کولای په زرګونو کسان د کره څېړنې پرته امریکا ته پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونلډ ترمپ د خپلې ولسمشرۍ له پيل وروسته په تېره دوشنبه یو شمېر اجرایي فرمانونه لاسلیک کړل چې د بهرنیو مرستو ډېری برخې یې وځنډولې. دا پرېکړه د هغو ۴۰ زرو افغان وګړو د انتقال پروسه هم لغوه کوي چې د متحده ایالاتو متحدین ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې دغه افغانانو د امریکا د شلکلن حضور په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او اوس د طالبانو د «غچ اخيستنې» له ګواښ سره مخ دي.

یاد افغانان وايي چې د امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله اوس د طالبانو له لوري د «غچ اخيستنې، نیونې، شکنجې، زندان او مرګ» له ګواښونو سره مخ دي.