نړۍ

د متحده ایالاتو پوځي الوتکې ګواتیمالا ته «غیرقانوني کډوال» ولېږدول

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غیرقانوني کډوالو راټولولو،نېولو او شړلو له حکم وروسته، د متحده ایالاتو پوځي الوتکو یو شمېر بندي شوي کډوال ګواتیمالا ته ولېږدول.

په ورته وخت کې، د رویټرز په وینا، پنټاګون وايي چې سویلي پولو ته د نورو سرتېرو لیږلو ته چمتو دی.

یوه امریکايي چارواکي دغه خبري اژانس ته وویل، «دوه سي-١٧ الوتکو چې هر یوه یې شاوخوا ۸۰ تنه کډوال لېږدول، له امریکا څخه ګواتیمالا ته الوتنه وکړه.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ګواتیمالا او متحده ایالات ژمن دي چې «غیرقانوني کډوالي پای ته ورسوي او د پولو امنیت پیاوړي کړي.» دغه بهیر نن (جمعه، د سلواغه ۵ مه) په دوو الوتنو سره پیل شو.

د متحده ایالاتو پوځي الوتکې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د امریکایي پرسونل او متحدینو د ایستلو او ځای پر ځای کولو لپاره کارول شوې وې. یوه پروسه چې اوس د ډونلډ ټرمپ د اجراییوي فرمان له امله ودرول شوه، چې د زرګونو امریکایي سرتېرو پاتې کېدل په ناڅرګند حالت کې دي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي، دا د امریکا په عصري تاریخ کې لومړی ځل دی چې د امریکا له پوځي الوتکو څخه د کډوالو د لېږد لپاره کار اخیستل کیږي.

پنټاګون وايي، چې د متحده ایالاتو پوځ به د ایل پاسو ، ټیکزاس، سان ډیاګو او کلیفورنیا کې د متحده ایالاتو چارواکو لخوا نېول شوي ۵ زرو څخه د زیاتو کډوالو د ایستلو لپاره الوتنې چمتو کړي.

ډونلډ ټرمپ د خپلې دندې په لومړۍ ورځ، د غیرقانوني کډوالۍ ملي بېړنى حالت اعلان کړ او د متحده ایالاتو اردو ته یې امر وکړ چې د سرحدونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي، د پناه غوښتنې پراخ بندیز صادر کړي او د امریکا په خاوره کې د نوي زیږیدونکو ماشومانو تابعیت محدود کړي.

د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې د مکسیکو پولې ته به يو زرو ۵۰۰ نور فعال عسکر واستوي.