د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې یوه محرم سند ښيي چې د آلمان سفیر په واشنګټن کې د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اساسي قانون د بیا تعریفولو پلان په اړه خبرداری ورکړی دی.
آندریاس مایکلیس په دې سند کې ویلي چې د ټرمپ راتلونکی حکومت به د امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو او رسنیو خپلواکي له منځه یوسي او د لویو ټیکنالوژیکي شرکتونو ته به «شریک ځواک» ورکړي.
یاد سند ټرمپ کړنلاره په سپینې ماڼۍ کې د دوهمې دورې لپاره د «لويې ګډوډۍ» په توګه یادوي چې د «اساسي قانون نظم بیا تعریف او د ولسمشر په لاس کې د واک ډېر تمرکز» سره به د کانګرېس او فدرالي ایالتونو په زیان ترسره کېږي.
په دې اړه د آلمان د سفیر په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ډيموكراتيکو اصولو اساسي بنسټونه او کنټرولونه به تر ډېره کمزوري شي. مقننه قوه، قانون پلي کوونکې ادارې او رسنۍ به خپله خپلواکي له لاسه ورکړي او د سیاسي موخو لپاره به ورڅخه ناوړه ګټه واخیستل شي. د ټیکنالوژۍ لویو شرکتونو ته به ګډ ادارې ځواک ورکړل شي.»
د ډونالډ ټرمپ د واک د لېږد ټیم تر اوسه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا باربوک، د یکشنبې په ورځ وویل چې برلین به «د متحده ایالاتو سره خپلې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ خو په عین حال کې، غواړي خپلې ګټې هم خوندي وساتي.»
کله چې له باربوک څخه د ټرمپ په اړه د آلماني سفیر د دریځ د وضاحت په اړه پوښتنه وشوه، هغې وویل چې مایکلیس یوازې خپله دنده ترسره کوي او ټرمپ په ښکاره ډول د خپلو ډېرو پلانونو یادونه کړې ده.
مایکلیس ویلي دي چې د عدلیې وزارت او اېفبيآی اداره به د ټرمپ لپاره د خپلو سیاسي او شخصي موخو د پوره کولو مهمه وسیله وي، چې پکې د ډلهییزو منفکیاتو ترسره کول، له دښمنانو څخه انتقام اخیستل او د قانوني معافیت رامنځته کول شامل دي.
هغه زیاته کړې چې ډونلډ ټرمپ د خپل پلان د پرمخ بیولو لپاره د ایالتونو پر وړاندې پراخ قانوني امکانات لري او ویلي یې دي: «آن په کور دننه د پوځ ځای پر ځای کول د پولیسو د فعالیتونو لپاره که د بغاوت اعلان وشي، امکان لري.»