افغانستان

د سالنګ لویه لار یو ځل بیا د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

د سالنګ لويې لار انځور

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار یې یو ځل بیا د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاره د جمعې په شپه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه او د شنبې په سهار د طالبانو تر ادارې لاندې دغه وزارت وویل چې دوی د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره «د تېرېدو کرښه» پرانیستې ده. خو دغه لار نن (دوشنبه،د مرغومي ۳۰مه) د سهار په شاوخوا ۳ بجو د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

درنه واوره، توپان او د موټر چلوونکو محدود لید د دې لویې لارې د پرله پسې بندیدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

طالبان وايي، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لار ژر تر ژره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د سالنګ لاره د هېواد له مهمو او ستراتیژیکو لویو لارو څخه ده چې د افغانستان ۹ شمالي ولایتونه له مرکز او سویل سره نښلوي.

د دې لارې تړل کېدو تل سوداګر او هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي دي.