د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیر خان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د متقابل اعتماد پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د سفیر د معرفي کولو له لارې د ډیپلوماتیکو اړیکو د لوړولو هڅه یو مثبت ګام بللی او ژمنه یې کړې چې دا اړیکې به لا پسې پراخې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې ټلیفوني اړیکې اصلي موضوع د دواړو لورو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخول وو.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې امیرخان متقي هیله څرګنده کړې چې د ډیپلوماتیکو اړیکو دا کچه به د نورو برخو په همکاریو هم مثبت اغېز ولري.