روغتیا سویلي آسیا

په پاکستان کې د پولیو د یوې نوې پېښې په ثبتېدو د پولیو د ناروغانو شمېر ۷۳ تنو ته ورسېد

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت شوې ده.

د دې پېښې په ثبتولو سره په ۲۰۲۴ کال کې د دې ناروغۍ د ټولو پېښو شمېر ۷۳ ته لوړ شو.

که څه هم نمونې تېر کال د ازموینې لپاره راټولې شوې وې؛ خو دا قضیه د پنجشنبې په ورځ د سند ایالت په تهته ولسوالۍ کې تایید شوه او په دې سیمه کې لومړۍ پېښه ده.

تر دې دمه په سند او خېبرپښتونخوا ايالاتو کې هر يو ۲۲ کېسونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې بلوچستان د ۲۷ پېښو سره تر ټولو زياتې پېښې لري. پنجاب او اسلام آباد هم هر یو یوازې یوه پېښه راپور کړې ده.

 په دېره اسماعیل خان سیمه کې د چارشنبې په ورځ د پولیو یوه بله پېښه هم کشف شوې ده چې ورسره په دغه سیمه کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۱ ته رسېږي.

روغتیايي چارواکو ویلي دي چې وروستۍ قرباني د دې سیمې یوه نجلۍ ده چې نمونې یې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۳۱ مه راټولې شوې وې.

 د پاکستان د پولیو د له منځه وړلو پروګرام په پېښو کې د دې ناروغۍ د زیاتوالي د مخنیوي لپاره، واکسین کولو پراخ پروګرام سره په ګډه، په ټول هیواد کې د واکسین کمپاین پلي کولو ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې به د پولیو د واکسین لومړنی ملي کمپاین د روان زيږديز کال د فبرورۍ له ۳ څخه تر ۹مې نېټې پورې ترسره شي.