د بالیووډ مشهور اداکار سیف علي خان د هند په ممبۍ ښار کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو لخوا د چاقو په برید کې سخت ټپي شوی دی. خو د هغه د عامه اړیکو ټیم ویلي چې له دې برید وروسته د ښاغلي خان جراحي عملیات شوي او اوس ښه دی.
هندي رسنیو ویلي، چې دا پېښه نن (پنجشنبه د مرغومي ۲۷مه) د ممبۍ په لوېدیځ کې د باندرا په ښار کې شاوخوا دوه نیمې بجې رامنځته شوې ده.
د هندي رسنیو په وینا دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې یو نامعلوم کس د ښاغلي علي خان کور ته ننوت او پر هغه یې برید وکړ.
۵۴ کلن سیف علي خان په څه دپاسه ۷۰ فلمونو او ټلوېزیوني سریالونو کې د کار کولو له کبله پېژندل کېږي او د بالیووډ له وتلې ستورې کرینا کپور سره یې واده کړی دی. د سیف علي خان استازو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي: «د ښاغلي سیف علي خان د کور د لوټلو هڅه شوې وه.»
د دغو راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې سیف علي خان په غاړه او د ملا تېر په برخه ټپي شوی دی. د هند په ممبۍ ښار کې ډاکټرانو ویلي، چې د ښاغلي خان ملا تېر ته نږدې ټپ لس کوکه خوړلي دي.
د ممبۍ د پولیسو د کمېسيون مشر ډیکشت ګدام وايي چې یو نامعلوم کس د خان کور ته ننوتی او اداکار د هغه سره د جګړې په پایله کې د بدن په دوه برخو کې ټپي شوی دی. نوموړی وايي، د بالیووډ دغه لوبغاړی اوس ټپي شوی، تر درملنې لاندې دی او په دې اړه پلټنې روانې دي.
سیف علي خان له پېښې وروسته لیلواتي روغتون ته وړل شوی او په لومړي سر کې دا نه وه څرګنده چې له غل سره په جګړه کې ټپي شوی او که نه.