د پاملرنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو لپاره یو«د ګواښ او تاوتریخوالی ډک خصمانه» چاپیریال رامنځته کړی دی.
دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵مې نیټې مخکې، افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې لکه د ښځو د رولونو په رسمیت پېژندل او د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو راڅرګندېدلو برخه کې د پام وړ پرمختګونو شاهد و؛ خو واک ته د طالبانو د بیا راګرځېدو سره دغه وضعیت بدل شو.
په راپور کې راغلي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د وضعیت د بدلون سره، نړیوالو سوداګریزو سازمانونو هم خپلې تګلارې بدلې کړې. دوی د عامه ملاتړ پر ځای د ټولنې په کچه نوښتونو ته مخه کړه، څو په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو اړتیاوو ته رسیدګي کوي، په خوندي توګه عمل وکړي.
د پاملرنې نړیوال سازمان وايي چې دغه ستراتیژیک بدلون د ښځو د غږ پورته کولو او د سرچینو د خوندي کولو په موخه رامنځته شوی دی.
د دې سازمان په وینا، د طالبانو د بیا واکمنېدو د «ظالمانه شرایطو» سربېره، د ښځو تر مشرۍ لاندې سازمانونو د اړیکو او معلوماتو شریکولو لپاره نوي فرصتونه موندلي دي. دغه نوښتونه د « په بشرپاله چاپیریال کې د ښځو غږ او رهبري» پروژه په چوکاټ کې ترسره شوي دي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې دا مهال د ښځو او ماشومانو د حقوقو د څېړنو بنسټ (ډبليو سي آر اېف)، چې په افغانستان کې د دې سازمان اصلي شریک ګڼل کېږي، د ښځو تر مشرۍ لاندې له ۱۵ سازمانونو سره په ګډه د هغوی د وړتیا لوړولو او ملاتړ هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د بیا واک ته رسېدو وروسته د ښځو اساسي حقوق او ازادۍ تر ډېره حده محدودې کړې. دوی آن په خپل نوي قانون «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون» کې ښځو ته دا حق نه دی ورکړی چې په لوړ غږ خبرې وکړي، د بلې بالغه ښځې ترڅنګ په لوړ غږ لمونځ وکړي، تسبيح ووايي یا له محرم پرته سفر وکړي.
طالبانو ښځې او نجونې د زده کړو او تحصيل په په ګډون د ټولو برخو څخه منع کړې دي. دا اقدام د اسلامي نړۍ د هېوادونو او سازمانونو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
تر دې مخکې د مسلمانو هېوادونو د نړيوالې اتحادیې مشر د طالبانو دغه اقدام «تر ټولو لویه ګناه» بللې وه او په غیر مستقیم ډول یې ویلي و چې دغه پرېکړه د طالبانو خپله شخصي برداشت دی او له دین او اسلام سره هېڅ تړاو نه لري.