د امریکا د کالیفورنیا ایالت د لاس انجلس ښار د ختیځ په لوېدیځه څنډه او ایټون کې د پالیسادز اورونه له ۱۷ څخه تر ۳۵ سلنې پورې مهار شوي دي.
د رویټرز د راپور پر بنسټ، د پاليسادز اور، چې اور وژونکي په تېرو څو ورځو کې نه و توانېدلي چې یوازې ٣ سلنه یې کابو کړي، اوس ١٧سلنه مهار شوي، او د ایټون اور، چې مخکې راپور ورکړل شوی و ٢سلنه و، تر ٣٥سلنه پورې مهار شوى دى.
د يادونې وړ ده چې دغو دوو لويو اورونو چې يوه يې د لاس انجلس په لوېديځ کې ۲۳ زره ۷۱۳ هکټاره ځمکه سوځولې او بل يې د ايټون په نوم يادېږي، د کاليفورنيا په ختيځ ښار کې ۱۴ زره ۱۱۷ هکټاره ځمکه سوځولې ده.
په جنوبي کالیفورنیا کې د تېر کال د اپرېل راهیسې سم باران ندی شوی. د سانټا انا صحرايي بادونه، په غونډیو او درو تېرېږي او د اور لمبې ٣ کیلومتره وړاندې وړي.
د هوا پېژندنې ملي خدمتونه وايي دا تېز بادونه چې په ساعت کې د ٨٠ کیلومترو په سرعت سره لګېږي ښايي د سره بیرغ شرایط تر چهارشنبه پورې وغځوي.
په ورته وخت کې، د لږترلږه اوو ایالتونو او دوو بهرنیو هیوادونو شاوخوا ٨ زره ۵٠٠ اور وژونکي د دوهمې ورځې لپاره د اور د زیاتوالي د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
خو دغو اور وژونکو د اور د چاپیریال لږ کنټرول ترلاسه کړی دی، سره له دې چې د واشنګټن ډي سي په څېر لویه سیمه په دې اورونو کې سوځول شوې ده.
دغو اورونو تر اوسه په لاس انجلس کې ۲۴ کسان وژلي او شاوخوا ۱۰۰ زره کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.