سوداګري

طالبان: بېلاروس له افغانستان سره د سوداګريزې راکړې-ورکړې زیاتوالى غواړي

نورالدین عزیزي او د بېلاروس د صنایعو وزارت د مرستیال کازینتاسو اندرو د لیدنې انځور

د طالبانو تر واک لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د بېلاروس د صنایعو د مرستیال کازینتاسو اندرو په حواله ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره سوداګريزه راکړه- ورکړه زیاته کړي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي اندرو دغه غوښتنه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په لیدنه کې کړې ده.

د دغه هېواد د صنعت وزارت په ګډون بېلاروس چارواکو تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو په وینا د بېلاروس دغه چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو په موخه د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

د دې خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې خبرو کې د سوداګرۍ د توازن په ساتلو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي چارو کارپوهان د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د سوداګرۍ د توازن د بې مخينې کسر په اړه اندېښنه څرګندوي.

دغه کارپوهان په دې باور دي چې د صادراتو د کموالي په مقابل کې د وارداتو د کچې لوړوالي افغانستان په یو مصرفي هېواد بدلوي او د بې وزلۍ او بېکارۍ کچه لوړوي.

په همدې حال کې روسیې په دې تازه اعلان کړی چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د دغه هېواد د اوړو ستر واردونکی هېواد و.

له بلې خوا پاکستان او ایران هم افغانستان ته د خپلو توکو د صادراتو د زیاتوالي اعلان کړی دی. خو د راپورونو پر بنسټ دغو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو اندازه د پخوا په پرتله کموالی ښيي.